ټرمپ په سنګاپور کې د شمالي کوریا له مشر سره ویني

دا به لومړی ځل وي چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له مشره ویني

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي راتلونکې میاشت به د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره وویني.

ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (مۍ۱۰) په خپل ټویټر کې لیکلي دي " په قوي احتمال سره به د کیم جوینګ اون او زما ملاقات د جون په ۱۲ نیټه په سنګاپور کې وي. موږ دواړه به هڅه وکړو چې دا ملاقات د نړۍ د سولې لپاره یوه ځانګړې شېبه وګرځو."

دا به لومړی ځل وي چې د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له ولسمشر سره ګوري. په دې وروستیو کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ له شمالي کوریا څخه هم درې امریکایان امریکا ته را ورسېدل چې څو کاله مخکې د هغه هېواد حکومت د جاسوسۍ په تور نیولي او بندیان کړي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څو وارې د شمالي کوریا له مشر سره لیدلي دي. ښاغلي پمپیو په خپله شمالي کوریا ته تللی او دا درې امریکایان یې له ځان سره راوستل.

ولسمشر ټرمپ او میرمن یې میلاني هوايي ډګر ته د دغو کوریايي-امریکایانو ښه راغلاست ته تللي وو.