په امریکا کې لاریونونو ته نړیوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر امریکایي چارواکو غږ کړی چې لاریون کوونکو ته غوږ ونیسي او له ټولو یې غوښتي چې آرامي خپله کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ددې سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوترش له قوله لیکلي: "شکایتونه باید واوریدل شي، خو لاریون باید سوله ییز وي او چارواکي باید د لاریون کوونکو په وړاندې غبرګون کې زغم وښیي. "

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل وايي چې د جورج فلوید وژل کیدو خواشینی او حیران کړی دی. ښاغلی جوزف وايي: "د فلوید مړینه له ځواک څخه ناوړه ګټې اخیستنې نتیجه وه. "

د اروپايي اتحادیې دغه چارواکی وايي چې دوی تل د سوله ییز لاریون ملاتړ کوي، تاوتریخوالی او هر ډول توکمپالنه غندي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس ویلي چې د فلوید مړینه په واضح توګه مشروع مړینه نه ده. ښاغلي هیکو د جورج فلوید له ملګرو او کورنۍ سره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

ښاغلی هیکو وايي: "سوله ییز لاریون ته باید هر وخت زمینه برابره وي،خو هیله ده چې په تاوتریخوالي بدل نشي. "

په نړۍ کې لاریونونه

په لندن کې د یکشنبې په ورځ مۍ ۳۱(غبرګولي۱۱) وروسته له هغې لاریون په تاوتریخوالي بدل شو چې پولیسو هڅه کوله د پارلمان څخه بهر سړک نه مظاهره چیان وشړي، پولیسو درویشت کسان نیولي دي.

یو لاریون کوونکی وايي: "موږ په انګلستان کې د بې عدالتیو پر وړاندې دلته سوله ییز لاریون لپاره راووتلو، د جورج فلوید وژل او هرڅه چې په نړۍ کې روان دي اوس یوه نړۍ واله ستونزه ده."

Your browser doesn’t support HTML5

په امریکا کې لاریونونو ته نړیوال غبرګونونه

د لندن د ټرافالگر په څلور لارې کې لاریون کوونکو د جورج فلوید د نوم شعارونه له ځان سره گرځول، د پولیسو په توقیف کې د هغه وژل کیدو له کبله په لندن او د اروپا په یو شمیر ځایونونو کې لاریونونه شوي دي.

لاریون کوونکي د امریکا د سفارت مخکې راټول شوي وو او شعار یې ورکوو چې: "زه ساه اخیستی نشم".

د لندن په لویدیځ کې کوچنیو اقلیتونو ډلې هم اعتراض کړی دی.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر په متحدو ایالتونو کې د لاریونونو په اړه وايي: "موږ غواړو په دې ټولو کړکیچونو کې کموالی راشي او امریکا بیرته سره یو ځای شي. "

په برلین کې هم په سلګونو کسان د جورج فلوید سره د خواخوږۍ او د عدالت د ټینګیدو په موخه سره راټول شوي وو.

د دوشنبې په ورځ جون ۱ ( د غبرګولي ۱۲) د نیوزیلند په اکلند ښار کې په امریکا کې له لاریون کوونکو څخه د ملاتړ په موخه راټول شوي وو.

په داسې وخت کې چې د کرونا وبا له کبله په نړۍ کې بیړنی حالت دی او په میلیونونو کسان قرنطین دي، اقتصادي شرایط هم په ټینگه مخ پوه ځوړه روان دي، د امریکا په مینیسوتا ایالت کې د یوه تور پوستي امریکايي وژل کیدو غبرګونونه راپارولی دی.