تر جنګ په نظامي تمریناتو کې ډېر امریکایي سرتېري وژل شوي

په نظامي تمریناتو کې د تلفاتو یو ستر علت قوي تمرین او د زړو وسلو کارول ښودل شوي دي.

په تیرو دوو کلونو کې کې لسګونه امریکايي ځواکونه د پوځي تمریناتو پر مهال وژل شوي خو لامل یې څه دی؟

امریکایي چارواکي‌ وايي په تېرو دوو کلونو کې د پوځي تمریناتو پر مهال ۱۸۹ تنه امریکايي سرتېري وژل شوي دي چې ۸۰ یې په ۲۰۱۷ او ۱۰۹ یې په ۲۰۱۶ کال کې وژل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې په جنګونو کې ۳۶ امریکايي ځواکونه وژل شوي چې ۱۵ یې په افغانستان کې وو او په ۲۰۱۶ کال کې۳۱ امریکایي ځواکونه وژل شوي چې ۱۴ یې بیا هم په افغانستان کې وو.

په پوځي تمریناتو کې د تلفاتو یو ستر علت سخت تمرینات او د زړو وسلو او تجهیزاتو کارول ښودل شوي دي.

د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې مشر پاول راین په پوځي تمریانو کې د امریکايي ځواکونو د مړینې د مخنیوي غږ کړی دی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي‌ دي چې دا مهال د امریکا د سمندري ځواکونو نیمایي تجهیزات او وسایل له کاره لویدلې دي او په قول اردوګانو کې هم د ځواکونو شمېر کم شوی دی: دلته یې ټویټ اچوم

تر دې مخکې ځینو امریکایي چارواکو اندېښنه ښودلې وه چې د پوځ دوه-درېيمه برخه جنګي الوتکې له ټاکلي حد څخه زیات زرګونه ساعته پروازونه کړي دي چې دا مهال تر ترمیم لاندې دي.

امریکا په افغانستان، عراق، سوریه او یمن کې په جنګونو کې ښکېله ده. دا مهال شاوخوا ۱۲۰۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې دیره دي چې له ترهګرۍ سره په روان جنګ کې افغان ځواکونه وروزوي، تجهیز یې کړي‌او سلا مشورې ورکړي.