د کډوالو په اړه د ټرمپ فرمان، اندېښنې او مظاهرې

مظاهره کوونکو شعارونه ورکول چې مینه وکړئ نفرت مه کوئ

د نیویارک د فدرال محکمي یو قاضي د ولسمشر ټرمپ د هغه فرمان عملي کول وځنډول چې په اساس یې د اوو مسلمان هېوادونو وګړي امریکا ته راتللی نشي.

د اوو مسلمانو هیوادونو څخه د خلکو پر راتگ باندې د جمهور رئیس ټرمپ د اجرائیوي فرمان له امله پرون د امریکا هوایي ډگرونه د یوه ناڅرگند حالت سره مخامخ شول.

د ټرمپ د فرمان له مخې کډوال په مطلق ډول او د شپږو مسلمانو هېوادونو وګړي د څلورو میاشتو او د سوریې وګړي د نامعلوم وخت لپاره امریکا ته له راتګ بند دي.

ځینې کسان د الوتکو څخه د راکوزیدو سره سم ونیول شول او په ځینو بهرنیو هوایي ډگرونو کې هیڅ پرینښودل شول چې الوتکو ته وخیژي.

د نیویارک، شیکاگو، سان فرانسیسکو، واشنگټن او گڼو نورو ښارونو په نړیوالو هوایي ډگرونو کې ډېرو خلکو مظاهرې وکړې او د امریکا د مدني حقونو د اتحادیې فعالانو د جمهور رئیس ټرمپ فرمان وغندلو.

د شنبې په ماښام ناوخته، په نیویارک کې د یوې فدرالي محکمې قاضي حکم وکړ چې هغه کسان چې ویزې او یا د مهاجرت اسناد یې اعتبار لري، خو د ټرمپ د فرمان په اساس نیول شوي دي، باید خوشي شي او بیرته ونه شړل شي.

غبرګونونه

د امریکا د مدني حقونو ټولنې څارنوال، اندرې سیگورا، د ولسمشر ټرمپ فرمان د امریکا د تګلارو خلاف وباله.

هغه وویل" پیغام ډېر واضح دی. دا یو بشپړ غیر امریکایي اقدام دی. دا فرمان غیرقانوني دی او له دې سره زموږ ټولنه نوره هم بې امنه کیږي. زموږ هیواد ددې خلکو پر راتگ غښتلی کیږي. موږ چې د کومو دوو کسانو وکالت وکړ، هغو دواړو په بهرنیو چارو کې د امریکا سره مرسته کړې وه او موږ باید ددې خلکو د خدمات قدر وکړو".

د محکمې د پرېکړې له مخې د کډوالو په اړه د ټرمپ فرمان په موقت ډول ځنډولی دی. دغه عراقیان د نیویارک په جان ایف کینیډي هوایي ډگر کې توقیف شوي ول.

دواړه عراقیان بالاخره د ورځې په پای کې هغه وخت خوشي شول چې ځایي سیاسي رهبرانو په کانگرس کې د نیویارک د ښار دوه دیموکراتو استازیو جرالډ نادلر او نیدیا واليکویز مداخله وکړله.

د کانگریس دیموکرات غړې نیډیا والوکویز وویل "د دې کسانو پر راخلآصولو موږ د هیواد د مهاجرت په قانون کې عدل و انصاف ټینگوو. په دې کار سره به امریکا نوره هم خوندي شي".

د مدني حقونو د څارنوالانو او مدافع وکیلانو ټولنې ژمنه کړې ده چې په ټولو ښارونو کې به د نیول شویو کسانو د خلاصولو مبارزه وکړي.

مینه وکړی، کرکه مه کوی! د نیویارک په هوایي ډگر کې زرگونو کسانو د مهاجرینو په ملاتړ شعارونه ورکړل او د جمهور رئیس ټرمپ پالیسي یې وغندله.

په ځینو هوایي ډگرونو کې کورنۍ انتظار وې، خو مساپر یې له الوتکو راکوز نه شول. هغوی ته د امریکا په لور هیڅ د سفر اجازه نه ورکړل شوي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وایي دغه ډول اکثریت مسافرین د ایران او عراق اوسیدونکې وو. د فدرال حکومت ادارې وایي چې د جمعې په ورځ د فرمان د لاسلیک کیدو راهیسي په ټول هیواد ١٧٠ کسان نیول شوي دي.

پر عراق ایران سربېره، د سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن وګړي هم د ښاغلي ټرمپ په اجرایوي فرمان کې شامل دي چې د څلورو میاشتو لپاره امریکا ته راتللی نشي.

په همدې حال کې ایران هم ویلي چې له امریکا سره به ورته عمل وکړي او هغه هېواد ته به د امریکایانو په ورتګ بندیز ولګوي.