اوکراین سره د امریکا مرستې مشروطې شوې وې: سفیر

Dubes AS untuk Ukraina William Taylor berbicara dalam konferensi pers di Kyiv, Ukraina, 27 Juli 2019. (Foto: AP)

په اوکراین کې د امریکا سفیر ویلیم ټیلرز د سه شنبې په ورځ ( اکتوبر۲۲) د امریکا د استازو مجلس په اسماعیه غونډه کې د سپینې ماڼۍ لخوا اوکراین ته په مشروط ډول د مرستو د کیدل تآیید کړل.

ښاغلي ټیلرز وویل ورته ویل شوي و چې سپینه ماڼۍ به د اوکراین سره په دې شرط نظامي مرستي وکړي چې هغه هیواد په علني ډول د دیموکراتانو او د بایډن او د هغه د زوی په اړه تحقیقات وکړي.

ښاغلي ویلیم ټیلرز د استازو په مجلس کې د ولسمشر ټرمپ هغه ادعا هم ناسمه وبلله چې ویلي دي له اوکراین سره معامله نه وه شوې.

خو د ولسمشر مرستیال مایک پنس او یو شمیر جمهوري غوښتونکو سناتورانو بیا د دیموکراتانو تحقیقات د اوسني حکومت د تیرو کلونو د لاسته راوړنو د کمزوري کولو هڅه بولي.

په اکراین کې د امریکا سرپرست سفیر ویلیم ټیلرز پر جمهور رئیس د قانونی سرغړونو د تحقیقاتو په تړاو د بندو دروازو تر شاه د شهادت ورکولو په غونډه کې په مستقیم ډول د جمهور رئیس هغه ادعا متناقضه وګڼله چې ویلي دي له اوکراین سره ېې راکړې ورکړې د معاملې پر بنسټ جوړجاړی ندی کړی.

ټیلرز په تکرار سره وویل دا ډیره عجیبه وه له کیف سره مرستې چې ډیره اړتیا هم ورته وه، د جمهوري ریاست د کاندید جوبایډن او د دیموکرات ګوند په اړه د تحقیقاتو له شرط سره تړل شوې وی.

Your browser doesn’t support HTML5

ویلیم ټیلرز: اوکراین سره د امریکا مرستې مشروطې شوې وې