میرمنو د ژوند د ښه کیدلو لپاره د یو ایس ای ډي نوی پروګرام

په افغانستان کې د یو ایس ای ډي چارواکي وايي، د پرمختګ یا پروموټ په نوم به د افغانو مېرمنو لپاره یو نوی پروګرام پیل کړي، چې له مخې به یې په پنځو کلونو کې ۷۵ زره ښځې ترې نه ګټه واخلي.

د یو ایس ای ډي د پروموټ دا پروګرام به راتلوونکې شنبه په رسمي ډول د یو ایس ای ډي له چارواکو له خوا پرانستل شي، د پروموټ د پروګرام عمده هدف دا دی چې د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو په منځ کې د جندر یا د جنسي برابرۍ پروګرام ته پراختیا ورکړل شي.

ددغه پروګرام له لارې به ۷۵ زره ښځې چې عمرونه یې د ۱۸ کالو نه تر ۳۰ کالو پورې وي، په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې رهبرۍ، پانګونې او روغتیا په برخو کې برخمنې شي.

د امریکا په سفارت کې د یو ایس ای ډي یو چارواکي وویل د پروموټ په دغه پروګرام به ۲۱۶ ملیونه امریکايي ډالر د یو ایس ای ډي له خوا او دوه سوه ملیونه ډالر د نورو مرستندویانو له خوا ولګول شي.

د پروموټ دا پروګرام به په پنځو کلونو کې تطبیق شي، پرانسته به یې د شنبې په ورځ وي، خو عملي کارونه به یې له ۲۰۱۵ کال پیلیږي.

د یو ایس ای ډي دغه چارواکي دا ډول وویل دا پروګرام د یو ایس ای ډي په تاریخ کې تر ټولو لوی پروګرام دی چې دا اداره یې په یوه بهرني هیواد کې د یوه ځانګړي پروګرام لپاره پدې شمېر مرستې ځانګړې کوي.

د ښځو د رهبرۍ پراختیا

یو ایس ای ډي وايي، ۲۵،۰۰۰ ښځې به د رهبرۍ په برخو کې وروزي، دوی ته به د مهارتونو د لوړولو روزنې ورکړل شي او د اینده په پروژو کې به ترې کار واخېستل شي.

ښځې په حکومت کې

ددې پروګرام له لارې به د ښځو چارو له وزارت سره افغانې مېرمنې چې په حکومتي ادارو کې کار کوي، و روزل شي ترڅو د حکومت په تصمیم نېونکو پرېکړو کې برخه واخلي.

ښځې او اقتصاد

پدې برخه کې به د پروموټ پروګرام په ښاري سوداګریزو مرکزونو کې ښځینه سوداګرې وروزي، دا پروګرام به د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات کې تطبیق شي، حرفوي مراکز به ایجاد شي، او د هغو مېرمنو چې پانګونې یې کړي دي ملاتړ وشي.

دا پروګرام به ددې ترڅنګ د هغو بنسټونو او ټلوالو ملاتړ هم وکړي، چې د ښځو د حقوقو لپاره ایجاد شوي دي.

د یو ایس ای ډي دغه چارواکي وویل دا مرستې به تر ډېره د یو ایس ډي له خوا په خپله مصرف شي، خو افغان حکومت به هم پکې ښکېل وي، دغه چارواکي وویل چې ددې مرستو لږه برخه به د افغان حکومت د بودېجې له لارې هم ولګول شي.

یو ایس ای ډي په تېرو دیارلسو کلونو کې په مختلفو برخو کې پروژې تطبیق کړي خو لا هم داسې نېوکې شته چې په ځینو برخو کې یې پروژې زیاتې موثرې نه وې