د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې (USAID) وايي چې په افغانستان کې ددغې ادارې د پانګونې له امله په دغه هیواد کې د غالیو کلنی تولید د ۱.۱ میلیون متر مربع څخه ۳.۳ میلیون مترمربع کچې ته لوړ شوی دی.
یو ایس ايډ د دوشنبې په ورځ نومبر۱۱ ( لړم ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې اوس مهال په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنی ارزښت ۳۳۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شوی دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د انکشاف نړیوالې ادارې ویلي: " د اسیبا پروګرام له لارې، د افغانستان د غالیو په صنعت کې د یوایس ایډ پانګه اچونه د غالیو کلني تولید له ۱.۱ میلیون متر مربع څخه ۳۰۳ میلیون متر مربع ته د نږدې ۳۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت لوړ کړی دی."
یو ایس ايډ ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د غالیو صنعت د ۱.۲ میلیون وګړو ته چې ۹۰ فیصده یې ښځې دي د پوره وخت دندې برابرې کړي دي.
غالۍ د ډیرې اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې ترکمو او ازبیکو د قومونود اوسیدونکو له خوا اوبدل کیږي، خو په تیرو څه باندې دریو لسیزو د غالیو اوبدلو صنعت حتی هغو سیمو ته هم غځیدلی چې دمخه په کې دا صعنت اصلآ شتون نه درلود.
په تیرو کلنو په ځانګړي ډول پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته چې د نجونو او ښځو پرمخ ښوونځي او تعلیمي موسسو دروازې بندې شوي او د کور بهر په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګیدلی ډیرو ښځو او نجونو د ژوند تیرولو او کورنیو ته د عاید د ترلاسه کولو لپاره د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان افغانستان په تیر ۲۰۲۳ کال کې نږدې دوه میلیونه مترمربع غالۍ او ټغرونه نړیوالو بازارونو ته صادر کړي وو.
د غالۍ اوبدلو صنعتکاران وايي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله د غالیو بازار سوړ شوی او اکثره کورنۍ د غالیو د رانیولو پرځای له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او ترکیې کې تولید شوي فرشونه په ارزانه بیه اخلي چې ورسره د غالیو د پلورلو بازار ته یې هم زیات زیان رسولی دی.
د غالیو یو صنعت کار چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، چې د یو لړ ستونزو له امله چې په کې د افغانستان پر بانکي سکټور باندې محدودیتونه هم شامل دي له افغانستان څخه بهرته د غالیو صادرات کم شوي دي.
دغه صنعت کار وویل چې په افغانستان کې د غالیو د مینځلو او په عصري وسایلو د غالیو د قیچي کولو په برخه کې ستونزې ددې سبب کیږي چې افغان سوداګر خپلې غالۍ پاکستان ته انتقال کړي چې بیا له هغه ځایه دا غالۍ د پاکستاني غالیو په نوم بهرنیو هیوادونو ته صادریږي.
هغه وویل چې په افغانستان کې غالیو ته د بازارموندنې په برخه کې د ستونزو له امله یو زیات شمیر ماهرو غالۍ اوبدونکي دې ته اړ شوي چې د غالیو اوبدلو څخه لاس واخلي او د ژوند د تیرولو لپاره نورو کارونو ته مخه وکړي.