"د پاکستان پوځ او ISI خپل ملک ته پخپله تاوان رسوي"

"د پاکستان د پوځ او د استخباراتي ادارې یعنی د آی ایس آې مشرانو د خپل ملک رهبري سمه نده کړې او د تیرو دیرشو کلونو نه امنیتي پالیسۍ په خپل کنټرول کې ساتلي."

دغه خبرې په واشنگټن کې د سولې لپاره په تحقیقاتي مرکز USIP کې د پاکستان او امریکا د اړیکو د راتلونکې په موضوع په یوې غونډې کې د سیاسي چارو کارپوه ډیوډ سډني کړیدي.

ډیوډ سډني چې د نړیوالو ستراتیجکو اړیکو په تحقیقاتي مرکز کې کارپوه دې وایي چې هغه د امریکا د حکومت د دې نظر سره بیخي موافق ندی چې گوندې ټول پاکستانيان یو ډول فکر کوي "مونږ پاکستان ته سم نظر نه کوو او داسې فکر کاوه چې ټول ٢٠٠ ملیونه پاکستانیان یو ډول دي. زه په پاکستان کې ډیر خلک پیژنم چې سوله غواړي، د گاونډي ملکونو سره ښې اړیکې غواړي."

ښاغلي سډني وویل چې د پاکستان پوځ او ملکي ادارې یې په خپلو خلکو هم ظلمونه کوي، په خپل ملک کې خبریالان نیسي او وژني یې، او کوښښ کوي چې د خلکو ذهنونه داسې جوړ کړي چې څنگه یې دوي غواړي.

امریکا په وروستیو کې د پاکستان په هکله سخت دریځ غوره کړیدی. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په هکله په تگلارې کې مهم ټکي دا و چې افغانستان ته به نور عسکر استوي او په پاکستان کې به د ترهگرو د پناهځایونو په مسله نور چپ پاتې نه شي.

د پاکستان په هکله دغې ستراتیژۍ د هغه ملک چارواکي او په خاصه توگه پوځي او استخباراتي چارواکي غوسه کړیدي.

د امریکا او پاکستان د اړیکو راتلونکی

په دغې غونډې کې پاکستان او افغانستان ته د امریکا پخواني استاځي رچرډ اوسلن وویل چې دا ډیره مشکله ده چې د پاکستان سره سخت چلند وشي ځکه امریکا د پاکستان سره په مختلفو برخو کې کار کوي او دا بیخې ډیره مشکله ده چې دغه اړیکې په مکمله توگه قطع شي.

د غونډې یو بل گډونوال د جنوبي اسیا چارو کارپوه معید یوسف وویل چې هغه درې اونۍ په پاکستان کې و او هلته یې ولیدل چې خلک د امریکا او پاکستان د اړیکو د راتلونکي په اړه اندیښمن دي.

"زما په فکر په پاکستان کې خلک پدې پوهه دي چې ټرمپ جدي دی او د امریکا دا نوی حکومت د پخوانیو حکومتونو پشان ندی. په پاکستان کې خلک اندیښمن دي چې څه به کیږي."

یوسف زیاته کړه د پاکستان او امریکا د اړیکو د خرابیدو د وجې په افغانستان کې حالات نور خرابیدې شي. هغه وویل "په پاکستان کې پوځ او ملکیان دواړه دا فکر کوي چې امریکا په افغانستان کې جنگ بایللی دی. او اوس په افغانستان کې به حالات دومره زیات خراب شي چې بیا به یې عادي حالت ته رواستل ناممکن وي."

هغه زیاته کړه چې که مونږ غواړو چې افغانستان ته گټه ورسوو نو باید دواړه خواوې په اصلي مسلې خبرې وکړي او اصلي مسله هند ده، د حقاني ډله او یا طالبان نه. او داسې لارې چارې ولټوو چې هند او پاکستان یو ځاې په افغانستان کې خپل رول ولوبوي.

د برخې گډون والو په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو په اهمیت هم ټینگار وکړو او ویې ویل چې د افغانستان د مسلې حل یواځې په پوځي لاره ممکن ندی