د امریکا، کاناډا او مکسیکو د سوداگرۍ نوی تړون

د امریکا، کاناډا او مکسیکو مشران د درې واړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ نوی تړون امضا کوي

د امریکا د متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو مشرانو نن د جمعې په ورځ (نومبر ٣٠) د شمالي امریکا د تجارت نوی تړون لاس لیک کړ.

ددغو دریېو هیوادونو مشرانو، ډونالد ټرمپ، جسټن ټروډو او اینریک پینا نیېتو، دغه سند د شلو سترو اقتصادي هیوادونو د غونډې وړاندې په ارجنټاین کې امضا کړ.

سره له دې چې دغه سند د دغو هیوادونو د مشرانو لخوا لاس لیک شوی خو کارپوهان وایي چې ددغه تړون تائید لا هم د درې واړو هیوادونو د پارلمان پریکړې ته اړتیا لري.

دغه نوی تړون چې د امریکا، مکسیکو او کاناډا د قرارداد په نوم یادیږي د درې واړو هیوادونو ترمنځ د ۱،۲ ملیارد ډالرو په ارزښت تجارت ته لاره هواروي.

دغه تړون د درې واړو هیوادونو تر منځ د پخواني تجارتي تړون (نفتا) ځاې نیسي چې د امریکا اوسني رئیس جمهور ډونالد ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین راهیسي په ډېر بد نوم یاد کړی او ویلي یې و چې د دغه تړون له وجې د امریکا صنعت ته ډیر تاوان رسیدلی دی.

د نفتا تړون د درې واړو هیوادونو تر منځ په کال ۱۹۹۴ کې لاس لیک شوی و.

سره له دې چې د امریکا جمهور رئیس دغه قرارداد ته ډیر خوشحاله دی او هیله لري چې دغه تړون به د امریکا په متحده ایالتونو کې ګڼ شمیر دندې رامنتځه کړي خو له بله پلوه کارپوهان بیا ددغه قرارداد او د نفتا ترمنځ دومره خاص توپیر نه ویني.

د واشنګټن ډي سي په بروکنګز پوهنتون کې د اقتصادي چارو کارپوه “جاشوا میلتزر” وایي چې دا تړون هماغه پخوانی شل کلن تړون دی او دومره غټ توپیر له یو بل سره نه لري. دهغه په وینا ډیر لږ بدلون په کې راغلی دی.

د امریکا جمهور رئیس د دغه قرارداد په اړه په یوه خبري غونډه کې وویل “دغه قرارداد به د تجارت څرنګوالی د تل لپاره بدل کړي”.