کرونا ویروس؛ ازبکستان له افغانستان سره سرحد وتړه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سرحد حیرتان بندر

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د حیرتان د سرحد مسؤلین وايي چې ازبکستان د کرونا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د تیرې شپې راهیسې (کب ۱۱مه) دا سرحد د دواړو هیواد ونو ترمنځ د تګ راتګ پرمخ تړلی دی.

د حیرتان د سرحد کمیسار نور الدین روفي نن د دوشنبې په ورځ (کب ۱۲ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ازبکستان سرحدي ساتوونکو تیره شپه دا سرحد په موقت ډول وتړه چې له امله د ځمکې له لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ ځنډیدلی دي.

هغه وویل چې ازبکستان خپل سرحد د کرونا د ناروغۍ د ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله تړلی دی.

حیرتان کې سیمه ییز اوسیدونکي وايي چې د سرحد د بندیدو وروسته په سلګونو باروړونکي وسایط په دغه بندر کې بند پاتې دي او د سرحد پرانیستلو ته انتظار وباسي.

افغانستان د بلخ ولایت د حیرتان له لارې ازبکستان سره په رسمي ډول تګ راتګ کوي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ حیرتان بندر

د دوستۍ په نوم پل چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د شتون پر مهال جوړ شوی دواړه هیوادونه د ځمکې له لارې یو بل سره نښلوي.

د حیرتان بندر د چارواکو د وینا له مخې په اوسط ډول په میاشت کې شاوخوا لس زره مسافر تګ راتګ کوي.

د ازبکستان له خوا افغانستان سره د سرحد د تړلو وړاندې ترکمنستان هم تیره اونۍ افغانستان سره خپل سرحد د هرات په ولایت کې تړلی دی.

تراوسه یوازې د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا د ویروس یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې تر دا مهاله د کرونا ۷۷ پېښې ثبت شوي چې یوه یې مثبت ۵۲ منفي دي او د ۲۴ نورو مشکوکو نتیجه به تر څېړنو وروسته معلومه شي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس له امله د یوه تن د وژل کېدو په اړه خپرې شوې اوازې هم رد کړې.

مخکې داسې راپورونه خپارل شول چې په بلخ کې یو تن چې له ایران څخه دغه ولایت ته ستون شوو نن مړ شوی دی.