اوزبیکستان: داعش له افغانستان څخه زمونږ پر خاوره راکټي برید ندی کړی

ISIS flag

اوزبیکستاني مقاماتو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې د اسلامي دولت (داعش) د ډلې سخت دریځو د افغانستان څخه ددې هیواد په خاوره راکټي برید کړی دی.

د داعش ډلې پرون د اپریل په ۱۸ (وري ۲۹) ادعا وکړه چې ددې ډلې د خراسان څانکې متحدینو د بلخ له ولایت څخه د ترمذ په پوځي واحدونو باندې ۱۰ راکټونه توغولي دي.

د اوزبیکستان د دفاع وزارن نن اپریل ۱۹ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د افغانستان سره پوله ددې هیواد د پوځ له لورې په بشپړه توګه کنترولیږي او په بشپړه توګه باثباته ده.

د سایت استخباراتي ډلې د معلوماتو په اساس چې ترهګرو ډلو اوازې او تبلیغات څاري، د داعش ډلې د تصویرونو او ویدیوکانو په خپرولو سره ادعا کړې چې دغه بریدونه د حیرتان له سرحد څخه ترسره شوي دي.

د اوزبیکستان د دفاع وزارت ددې هیواد له اوسیدونکو غوښتي چې پدې ډول "ناسمو" رپوټونو باور ونکړي او یواځې ددې هیواد په رسمي خپرونو تکیه وکړي.

د تیر کال د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکوړنو له وتلو وروسته د داعش د خراسان څانګې د افغانستان دننه او شاوخوا کې بریدونو ته زور ورکړی.

دغې ډلې په پیښور کې د شیعه مذهبو په یو جومات باندې د برید په ګډون په پاکستان کې هم څو بریدونه ترسره کړي چې په کې څه دپاسه ۶۰ تنه وژل شوي وو. پاکستاني مقاماتو وویل چې بریدګر یو افغان مهاجر و.

د میر امیت استخباراتو او تریزم د اطلاعاتي مرکز په نامه د یو اسرائیلي څیړنیز مرکز د رپوټ له مخې په ۲۰۲۱ کې د داعش ډلې په افغانستان کې شاوخوا ۳۶۵ بریدونه کړي دي. پدغو بریدونو کې ۲۲۱۰ تنه وژل شوي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي. په ۲۰۲۰ کې ددغې ډلې په بریدونو کې په افغانستان کې ۸۳۵ تنه وژل شوي وړو.

امریکایي مقامات وایي چې د داعش ډله او د القاعده شبکه یو ځل بیا په افغانستان کې د ودې په حال کې دي. څه موده دمخه د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کنټ مک کنزي وویل چې پر افغانستان پاندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د داعش جنګیالیو ازادیدو او د بګرام او پلچرخي زندانونو ماتیدو د داعش لیکې غښتلې کړې دي.

خو د طالبانو د استخباراتو ریاست د جنرال مک کنزي دغه څرګندونې په کلکه رد کړي او هغه یې "د استخباراتي پروپاګند یوه برخه او د داعش لپاره یو ډول کمپاین" ګڼلی دی.