اوزبیکستان د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۳۰) وویل تمه لري چې د مرکزي آسیا له نورو ګاونډیو هیوادونو سره د پولې تګ راتګ اسانه کړي.
دا پداسې حال کې دي چې په سیمه کې د پخواني شوروي اتحاد پنځه جمهوریتونه له دریو لسیزو شخړو وروسته له یو بل سره د تودو اړیکو غوښتونکي دي.
تېر کال اوزبیکستان او ګاونډي قرغزستان د یو بل هېوادونو اتباعو ته اجازه ورکړه چې د پاسپورټ پرته په تذکرو له پولې تېر شي.
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د چهارشنبې په ورځ د پارلمان غړو ته وویل، "اوس په پام کې ده چې له قزاقستان او تاجیکستان سره هم ورته کړنلاره معرفي شي. "
هغه زیاته کړه، "د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب د اړیکو لا پیاوړتیا... به [زمونږ] د بهرني سیاست لومړیتوب پاتې شي. "
د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ۱۹۹۱ کال راپدیخوا له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د بې اعتمادۍ او منظمو شخړو له امله خرابې شوې دي.
خو په دې وروستیو کلونو کې ځینې اړیکې ګرمې شوې، ګاونډیان په منظمه توګه ډیپلوماتیکې غونډې کوي او د لویدیځو هیوادونو او همدارنګه د روسیې او چین څخه د ګټو د ترلاسه کولو سره مینه لري.
افغانستان هم د اوزبیکستان سره پوله لري او پدې وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې وپالي. د یو تازه خبر له مخې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان نوي سفیر ایبک عثمانوف نن چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ په کابل کې د خپل باورلیک کاپی ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي ته سپارلې ده.