د عادي واکسینونو د نه کیدو مړینې تر کرونا زیاتې دي

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په روان کال کې په عمومي توګه د کوویډ۱۹ ناروغۍ په وجه لږ شمیر ماشومانو ته د حیاتي او مهمو واکسینونو د رسیدو په هکله خبرداری ورکړی.

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دیفتري، ټیټانوس او تور ټوخي په درې دوره یي واکسینونو په کولو کې ډیر کموالی راغلی دی چې په تیرو ۲۸ کالو کې بیساری دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان زئیس تدروس ادهانوم ګیبریسوس، وویل: "واکسیونونه د عامې روغتیا په تاریخ کې یوه غښتلې وسیله ګڼل کیږي او اوس له بل هر وخت څخه زیات ماشومان واکسین کیږي."

خو هغه وویل چې د کروناویروس وبا دغه لاسته راوړنه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

ښاغلي ؛یبریسوس زیاته کړه: "د روټینو واکسینونو د نه ترلاسه کولو په وجه مخنیوی نه کیدونکي تلفات او رنځ کیدای شي د کوویډ۱۹ ناروغۍ څخه زیات وي."

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۵) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د کرونا وبا په ترڅ کې لږ تر لږه د شري (سرخکان) د واکسین ۳۰ کمپاینونه ځنډول شوي او یا د ځنډیدو له کواښ سره مخامخ دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د کنترول او غذایي موادو د ادارې د نظر پوښتنو له مخې د روان کال تر می میاشتې پورې د کروناویروس ناروغۍ د نړۍ په ۸۰ هیوادونو کې د واکسیناسیون د څلورو څخه درې برخې پروګرامونه ګډوډ کړي دي.

د یونیسف اجرائیه ريسې ریتي فور، وویل: "د کوویډ۲۱۹ ناروغۍ عادي واکسیناسیون د یو ډارونکي ګواښ سره مخامخ کړی … مونږ باید دمخه تر دې چې نورې ناروغۍ ماشومان وګواښي د واکسین د عملي کولو د خطر د مخنیوي هڅه وکړو. مونږ نشو کولای چې یو روغتیایي کړکیچ د بل روغتیایي کړکیچ سره معامله کړو."

د کرونا وبا پرته هم دغه دواړه سازمانونه د ماشومانو په واکسین کولو کې د کموالي خبره کوي. د روغتیا نړیوال سازمان رپوټ ورکړی چې تیر کال په نړۍ شل میلیونه ماشومانو د شري، دیفتري او ټیټانوس په څیر ناروغیو واکسین ندي ترلاسه کړي.

د رپوټ له مخې د واکسیناسیون کچه تر ډیره په فقیرو او نادارو هیوادونو کې چې اکثر په جګړو کې ښکیل دي راټیټه شوې ده.