اسرائیل کې د کرونا واکسین د ستر پروګرام هیله بخښونکې نتیجې 

په اسرائیل کې د واکسین کولو یو مرکز

په اسرائیل کې د کروناویروس ضد واکسین پراخ او چټک تطبیق دغه هیواد د فایزر شرکت د واکسین د سترې څیړنې په مرکز اړولی چې نتیجې یې هیله بخښونکي دي.

په اسرائیل کې اوس د هغو کسانو له نیمایي څخه زیاتو چې شاوخوا ۳.۵میلیون کسان کیږي په بشپړه او یا قسمي توګه د کروناویروس ضد واکسین ترلاسه کړی دی. زیات عمر لرونکي او هغه کسان چې له ټولو زیات د کروناوبا له ګواښ سره مخامخ وو لومړنۍ ډلې وې چې واکسین شول او اوس په پراخه توګه د کوویډ۱۹ناروغۍ د راکمیدو شاهد دي.

د وایزمن د انستیتوت غړی ارن سیګل وایي چې د واکسین شویو کسانو په لومړۍ ډله کې د جنورۍ له نیمایي څخه د فبرورۍ تر شپږمې نیټې پورې د کرونا وبا د نویو پیښو کچه ۵۳فیصده، په روغتون کې د بستر کیدو کچه ۳۹فیصده او د سختې ناروغۍ کچه ۳۱فیصده راټیټه شوې ده.

اسرائیل د کروناویروس ضد واکسیناسیون د پروګرام یو مخکښ هیواد دی او ترلاسه شوې نتیجې د کلینیکي ازموینو بهر د واکسین ګټورتیا په ډاګه کوي او څرګندوي چې په کومه کچه هیوادونه د وبا پر وړاندې د کتلوي معافیت درجې ته رسیږي.

په دوو راتلونکو اونیو کې به نور معلومات هم ترلاسه شي، ځکه د څیړنو ډلې پر ځوانانو او پر هغو کسانو باندې چې په شکرې او سرطان ناروغیو اخته دي او همداشان پر امیندوارو ښځو باندې د کلینیکي څیړنو لس چنده د کرونا وبا ضد واکسین اغیزې څاري او څیړي.

د اسرائیل د کللت روغتیایي بیمې ددې هیواد شاوخوا نیمایي نفوس ته یې روغتیایي بیمې برابرې کړي، ددې شرکت د نوښتونو مدیر رن بلیسر، وایي: "مونږ باید پدغه ډله کې مختلف کسان او د ارزونې لپاره پوره وخت ولرو چې سمه نتیجه ترلاسه کړو، او اوس مونږ دغه پړاو ته د رسیدو په حال کې یو."

پدې ترڅ کې د اسرائیل د روغتیا وزارت وایي چې د دوی موندنې ښيي چې د فایزر واکسین د کروناویروس د نوې بڼې په وړاندې چې په بریتانیا کې رامنځ ته شوې د ۹۰څخه تر۹۵فیصدو پورې ګټور دی.

د فایزر شرکت په اسرائیل کې د واکسیناسیون پروسه په زغرده تغقیبوي چې وکړای شي له نتیجو نه یې په ټوله نړۍ کې ګټه واخیستل شي.

خو دغه شرکت وایي چې: "د کتلوي معافیت د پیل کیدو د دقیقې نیټې وړاندوینه" مشکله ده ځکه ډیر نور موارد لکه د ټولنیز واټن مراعتول او د نویو پیښو رامنځ ته کیدل په کې رول لري.