د ټرمپ مرستیال: د جنوري شپږمې ګډونوال چې تشدد یې کړید باید 'ونه بخښل' شي

د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال، جې ډي ونس وایي هغه کسان چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه وروسته یې د کانګرس په ماڼۍ کې د بلوا پر مهال تشدد کړی، "له شک پرته" باید ونه بخښل شي.

ښاغلي ون د فاکس نیوز سره په مرکې کې ویلي، "د عفوې پوښتنه ډیره ساده ده. هغوي چې سوله ایزه مظاهره یې کړې، باید وبخښل شي او که په هماغې ورځ مو تشدد کړی وي، ښکاره ده چې باید ونه بخښل شئ. "

د ټرمپ مرستیال دا هم ویلي چې د ځنیو کسانو په قضیو کې " یو څه ابهام" شته دی خو پدې هکله یې نور جزیات ورنکړل.

تر دې وړاندې منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي و چې سپینۍ ماڼۍ ته تر تګ وروسته په لومړۍ ورځې به ډیری هغه کسان وبخښي چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجو د تائید پر مهال یې بلوا کړې وه.

څه باندې ۱۲ سوه کسان چې د بلوا په تور نیول شوي او محکوم شوي و، اکثریت یې د زندان موده تیره کړې خو ډیر شمیر یې لا هم محکمو ته ندي وړاندې شوي او یا پرې د ډیر وخت زنداني کیدو حکمونه صادر شویدي.

ټرمپ په مرکې کې دا کسان "برمته شوي او هیواد پال" وبلل. منتخب جمهور رئیس په زندانانو کې د دې کسانو وضعیت په هکله وویل، " دا خلک په دوزخ کې ژوند کوي".

په همدې ګډوډیو کې د ټرمپ پلویانو د ۲۰۲۱ کال جنوري د میاشتې په ۶مې پداسې حال کې د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ ، پولیس یې ووهل او د انتخاباتو بهیر یې ګډوډ کړ چې د کانګرس غړیو د جمهور ئیس د مرستیال مایک پنس په حضور کې د رایو نتیجه تائیدوله.

د کانګرس په ماڼۍ کې د بلوا څخه وړاندې ډونالډ ټرمپ په ځینو ایالتونو کې د انتخاباتي ادارو د چارواکو څخه غوښتي و چې د رایو نتیجه باطله کړي، په مایک پنس یې فشار راوړی و چې د انتخاباتي کالج رایې دې نه تائیدوي او په پرله پسې یې په ناسمه توګه ادعا کوله چې انتخاباتو کې ټګي شوې.

د پولیسو او بلواګرو تر منځ په اخ او ډب کې نږدې ۱۴۰ د پولیسو افسران ټپي او څو تنه ووژل شول.

سره لدې چې یو شمیر کسانو په ټولنیزو شبکو کې د ډونالډ ټرمپ په مرستیال انتقادونه کړي خو ښاغلي ونس د اکس په ټولنیزه شبکه کې دې انتقادونو ته په غبرګون کې لیکلي چې ددې موضوع په هکله د خپل مشر سره یو شان نظر لري.