د افغانستان پلټونکې ادارې بهر ته د تنفسي دستګاوو قاچاق رد کړ

د افغانستان پلټونکې اداره وايي د دوی تحقیقات او د عامې روغتیا وزارت اسناد ښيي چې د تنفس یوه دستګاه هم بهر ته قاچاق شوېې نده.

د دغې ادارې مشرې غزال حارث د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي پنځمه) خبریالانو ته وویل چې په دې برخه کې دوی د مختلفو بنسټونو د نهو راپورنو په اساس څیړنې کړي دي.

اغلې حارث زیاته کړه چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د راپور په اساس د دغه هېواد د مختلفو ولایتونو په روغتونونو کې د مصنوعي تنفس ۳۳۵ دستګاوي موجودې دي چې له دې شمېر۷۰ دستګاوې یې د نړیوالې ټولنې او خلکو له خوا مرسته شوي دي.

خو هغې وویل د دوی پلټنې ښيي چې په افغانستان کې د مصنوعي تنفس ۳۷۲ دستګاوي موجودې دي.

اغلې حارث زیاته کړه: "زموږ وروستي تحقیقات چې له مختلفو لارو څخه شوي ښيي له افغانستان سره مرسته شوي وینټلاټورونه (د مصنوعي تنفس دستګاوې) ټولې موجودې دي او قاچاق شوي نه دي".

خو هغې زیاته کړه چې د پلټونکې ادارې د موندنو په اساس په ځینو برخو کې له له دغو دستګاوو څخه د استفادې ظرفیت نشته او حتا په یو شمیر روغتونونو کې داکتران د دغو الو په فعالولو هم نه پوهېږي.

د افغانستان د روغتیا په سکتور کې دا پلټنې وروسته له هغې پیل شوې چې یو شمیر رسنیو د کرونا د اوج پر مهال پاکستان ته د مصنوعي تنفس الو د قاچاق او په دغه سکتور کې د پراخ اداري فساد په تړاو راپورونه ورکړل.