د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر 'قومي افراطیانو یرغمل' کړی- دانش

د جمهوررئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش د سه شنبې په ورځ د اساسي قانون د اونۍ غونډې کابل کې وینا کوله.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرورد دانش وايي د لویې جرګې د جوړولو هلې ځلې "یوه نرمه کودتا"ده.

ښاغلي دانش په کابل کې یوې غونډې ته وویل"د بریښنايي تذکرو د ویشلو بهیر یو شمیر قومي افراطیونو یرغمل کړی دی".

د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له ډېره وخته ځنډېدلی دی. همدا تېره ورځ اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ته وویل چې د بریښنايي تذکرو ویشل باید په افغانانو کې د بیلتون لامل نشي.

هغه وویل "پوهیږو چې په دې برخه کې جدي بحثونه شته دي او د داسې مسایلو په تړاو د حقوقي او قانوني اړخونو ترڅنګ د خلکو نظر هم ډیر مهم دی، له همدې امله کوم ځنډ چې رامنځ ته شوی، پر ځای دی".

خو د ولسمشر لومړي مرستیال دانش په دې اړه ډېر جزییات ورنکړل او نه یې وویل چې له "قومي افراطيونو" څخه یې هدف څوک دي. مګر له دغو څرګندونو داسې ښکاري چې د ارګ او اجرايي ریاست ترمنځ په دې اړه همغږي نشته.

ښاغلي دانش همدغه راز پر هغو خلکو هم انتقاد وکړ چې د نظام د بدلون لپاره لویه عنعنوي جرګه غواړي. هغه وویل "د موقت حکومت او په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره د عنعنوي لویې جرګې د جوړولو هڅې د قانون له چوکاټ څخه بهر اقدامات او دا یوه نرمه کودتا ده".

محمد سرور دانش د سه شنبې په ورځ- جنوري ۹- د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د څوارلسم کال په مراسمو کې خبرې کولې، هغه وویل چې د حکومت د بې وسی او کمزورتیا له کبله د اساسي قانون یو شمېر مادې نه دي پلې شوي.

هغه دا ادعاوې هم رد کړې چې ګنې د اساسي قانون متن تحریف شوی دی او وویل چې د اساسي قانون له تصویب وروسته دا ډول ادعاوې حقیقت نلري.