له ټاکنو وروسته د دولت د استازو او طالبانو خبرې پيلیږي- دانش

سرور دانش د تلې د شپږمې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رئیس غني سره د دوهم مرستیال څوکۍ د ګټلو لپاره ولاړ دی

د ولسمشر غني مرستیال سرور دانش وايي د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته به د دولت د استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د سپتمبر په (۲۸- تلې۶) وشي.

ښاغلی دانش د سه شنبې د ورځې ناوخته ( زمري ۲۲ مه) د خپل فیسبوک په رسمي پاڼه لیکلي، چې امریکا او طالبانو ترمنځ په شوو خبرو کې یوازې د دغو دوو خواو ترمنځ پر اړوند مسئلو خبرې شوي دي.

ښاغلي دانش ویلي "د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو ترمنځ یوازې د دواړو غاړو پورې پر اړوند مسلو بحثونه شوي او د هیواد د سیاسي نظام پر بڼې، اساسۍ قانون او د افغانستان د دولت پورې پر اړوندو مسلو تر اوسه له طالبانو سره خبرې نه دي شوي او د افغانستان دولت په دې برخه کې د خبرو یو طرف دی".

ښاغلي دانش دا څرګندونې پر داسې حال کې کړي، چې تازه د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د خبرو اتم پړاو بشپړ شوی دی.

که څه هم ښاغلي دانش د طالبانو سره د "بیا خبرو" یادونه کړې، خو تراوسه وسله والو طالبانو د افغان حکومت استازو سره مخامخ خبرې نه دي کړي.

د سرور دانش د د دغو څرګندونو وړاندې تیره ورځ جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د یوې اعلامیې د جزئیاتو په اړه د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو یوې غوندې ته په وینا کې معلومات ورکړل.

ښاغلي غني وویل، چې افغانستان اسلامي دولت به خپلو نړیوالو شریکانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي او نړیواله ټولنه به هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي.

ښاغلي غني وویل چې د سولې په تړونونو کې د افغانستان " دولت د ټولو افغانانو د مشروع او رسمي دولت " او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه " د نړیوالې ټولنې د اصلي شریک" په توګه په رسمیت پېژندل کیږي.

د طالبانو غبرګون

خو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمهور رئیس محمد اشرف غني د تیرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې داسې ښکاري، چې افغان حکومت د دوحه د خبرو له روان بهیر څخه هیڅ خبر نه دی.

طالبانو ویاند د ټویټر په پاڼه لیکلي " د کابل ادارې د چارواکو څرګندونې له عملي جریان سره سمون نه خوري، داسې ښکاري چې یاخو د مذاکراتو له روان بهیره هیڅ خبر نه دي، یایې درک نشي کولای، یا خو خپل وزن او حیثیت نه ور معلومیږي او یا هم د حقیقت په اظهار سره د خپلې ادارې د لا شړیدلو ویره لري".

تمه ده، چې د لوی اختر د رخصتیو وروسته به د امریکا او د طالبانو استازي د خپلو مشرانو سره د سلامشورو وروسته په دوحه کې بیرته د خبرو میز ته حاضر شي.