پاپ په نړۍ کې د تاوتریخوالي د پای او د سولې د ټینګیدو غوښتنه وکړه

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس، د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ ورځ چې د سولې د نړیوالې ورځې د ۵۵کالیزې سره برابره ده، د تاوتریخوالیو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

د نړۍ د کاتولیکانو دغه مشر له ټولو وغوښتل چې په خپلو افکارو کې سولې ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي فرانسیس زیاته کړه چې نن ورځ نړۍ د جګړو او بدبختیو او د خلکو د بې ځایه کیدو شاهده ده او "مونږ سوله غواړو" او سوله ټینګو اقداماتو ته لکه "د ګواښ سره مخامخو خلکو ته پاملرنه، د نورو بخښنې او د عدالت ترویج" ته اړنیا لري.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس زیاته کړه چې غمجن کیدل او شکایت کول ګټه نلري او "د سولې د ټینګیدو لپاره باید لستوڼې راونغاړوو."

پاپ فرانسس همداشان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه او وویل چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی "د خدای سپکاوی دی".

هغه وویل: "څرنګه چې میندې ژوند بخښي او ښځې نړۍ ژوندۍ ساتي، راځئ چې ټول سره په ګډه د ښځو د ترویج لپاره پراخې هڅې وکړو او د ښځو حفاظت وکړو. "

پاپ وویل چې زده کړې، کار او د نسلونو ترمنځ دیالوګ د سولې اصلي عناصر دي او حکومتونه باید داسې اقتصادي پالیسۍ جوړې کړي چې په اساس یې پیسې پر تعلیم او تحصیل باندې ولګیږي نه پر وسلو.

دا پداسې حال کې دي چې د نوۍ زیات شمیر هیوادونو کې جګړې او تاوتریخوالی د ماشومانو او ښځو په ګډون د زیات شمیر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب کیږي او په میلیونونو انسانان د قحطۍ او لوږې سره مخامخ دي.