د واګنر ګروپ وسله وال بیلاروس ته ورسیدل

د بیلاروس د دفاع وزارت په یوې ویډیو کې ښودلې وه چې د واګنر ګروپ غړي ددې هیواد سرتیري روزي.

یوه ورځ وروسته تر دې چې په بیلاروس کې چارواکو د واګنر ګروپ اجیرو عسکرو لخوا د دې هیواد په ختیځ کې د سرتیرو د روزنې خبرې ورکړ، د اوکراین او پولنډ چارواکو شنبه جولای ۱۵ (چنګاښ۲۴) خبر ورکړی چې د دې ملیشو غړي بیلاروس ته رسیدلي دي.

د اوکراین د سرحدي ادارې یو ویاند آندري دیمچینکو په یوې اعلامیې چې په ټیلګرام کې یې خپره کړې ویلي چې "واګنر په بیلاروس کې دی" او دا یې هم پکې ویلي چې په بیلاروس کې د نورو ډلو خوځښتونه هم لیدل شوي خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

په همدې حال کې دوو سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د واګنر وسله وال د تیرې سه شنبې ورځې راپدیخوا په بیلاروس کې دي. تر دې وړاندې د بیلاروس د دفاع وزارت هم په یوې ویډیو کې دا ملیشې ښودلې چې د دې هیواد سرتیرو ته یې روزنه ورکوله.

د روسیې څخه بیلاروس ته د واګنر ګروپ ملیشو استول د هغې موافقې یوه برخه وه چې له مخې یې د مسکو پر ضد د دې ډلې د مشر یوګیني پریګوژین وسله وال بغاوت پای ته ورسیده.

دې ډلې د روسیې یوه پوځي قومانداني نیولې وه او هوډ یې درلود چې د مسکو په لور به لاریون کوي. د روسیې جمهور رئیس ویلي و چې د واګنر ګروپ دې اقدام روسیه کورنۍ جګړې خوا ته ورټیل وهله.

پخپله د واګنر ګروپ مشر د تیرې جون میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا په عام محضر کې ندی لیدل شوی.
د اوکراین تر څنګ د پولنډ د ځانګړو خدماتو د چارو د همغږۍ د وزیر مرستیال سټینسلا زاریان هم تائید کړې چې د واګنر ګروپ وسله وال بیلاروس ته رسیدلي دي.

د پولنډ دې جګپوړي چارواکي په ټویټر کې لیکلي چې ښایي د واګنر ګروپ سلګونه غړي اوس مهال په بیلاروس کې وي.

پولنډ او اوکراین داسې مهال په بیلاروس کې د واګنر ګروپ د ملیشو حضور تائیدوي چې د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمیتري پسکوف تیره اوونۍ وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د واګنر جګړه مارې ډلې له مشر یوګیني‌ پرېګوژین سره لیدلي دي.

د کرملین د معلوماتو په اساس، دا ملاقات د روسیې د لوړ پوړو پوځي مشرانو په ضد د واګنر ډلې له بغاوت څخه څو ورځې وروسته د جون په ۲۹ شوی دی.

د کرملین ویاند د مسکو په لوري د واګنر ډلې د وړاندې تګ په اړه وویل: "ولسمشر د جون د ۲۴ د پېښو په اړه خپله ارزونه بیان کړه... او د [واګنر] د قوماندانانو خبرې یې واورېدې."

د کرملین د ویاند په وینا په دغه درې نیم ساعته ملاقات کې د واګنر قوماندانانو څرګنده کړه چې د روسیې "د دولت د مشر سر سخت ملاتړي" دي. د پیسکوف په وینا، هغوی همدغه راز ویلي‌ چې د "مور وطن لپاره جګړې ته چمتو" ‌دي.