افغان ځواکونو له بهسود ولسوالۍ شاتګ کړی - چارواکي

د میدان ودرګ سیمه‌ییز چارواکي وایي، افغان ځواکونو تیره شپه د دغه ولایت د بهسود له «حصه اول» ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق نن چهارشنبه فبروري دریمه (سلواغې ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې د علي پور اړوند وسله والو پر دغه ولسوالۍ پرله پسې بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "یوه وړه پېښه رامنځته شوه تر کومه ځایه چې موږ ته راپور رسېدلی دی پوځي ځواکونو تکتیکي شاتګ کړی دی، تر اوسه پورې موږ ته جزئیات معلوم نه دي، ځکه چې د ولسوالۍ سره اړیکه پرې ده".

د بهسود ولسوال عبدالرحمان توفیق امریکا غږ ته وویل چې: "د علي‌پور وسله‌والو پرله پسې درې شپې په ولسوالۍ بریدونه وکړل او امنیتي ځواکونو ته د امکاناتو د نه رسېدلو له امله هغوی شاته تګ وکړ."

هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې درې افغان سرتیري برسیرن ټپیان شوي دي.

محمد حسن توانا چې وايي د علي‌پور د وسله‌والې ډلې ویاند دی د حکومتي چارواکو څرګندونې ردوي او وايي: "موږ نه پوهېږو چې څه شوي د بهسودو په اوله حصه ولسوالۍ کې میشتو ځواکونو په خپله ولسوالۍ پرېښې ده او تللي، موږ خبر نه یو چې څنګه یې سقوط کړی".

د تیرې جمعې په ورځ د بهسود په اوله حصه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او علي پور د وسله‌والو ترمنځ نښته کې نهه کسان ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول.

افغان حکومت د پېښې په تړاو د تحقیقاتو لپاره یو پلاوی سیمې ته استولی او دا مهال په څیړنو بوخت دی.

دغه پلاوی په بهسودو کې د تازه‌ پېښو په تړاو تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش تیره ورځ په سوله‌ییزه توګه د بهسود د شخړې په حلولو ټینګار وکړ.

هغه ویلي چې په دغې ولسوالۍ کې روانه لانجه باید په اساسي ډول حل شي.