د غزني د سقوط مخنیوي لپاره پراخ پوځي عملیات پيل شوي ـ چارواکي

د غزني ښار

د غزني سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د سقوط مخنیوي لپاره د یو لړ پراخو عملیاتو پيلولو خبر ورکړی دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده نن چهارشنبه اپرېل ۲۸ (غويي ۸) امریکا غږ ته وویل چې د افغان ځواکونو لخوا دغه عملیات د غزني له مرکز څخه پیل شوي چې په وینا یې هدف یې له طالبانو څخه د غزني ښار او ورڅېرمه سیمو پاکول دي.

دغه عملیات پر داسې مهال پیل شوي چې د څه وخت راپدېخوا د غزني ښار او شپږ ولسوالۍ د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهدې وې.

د غزني د والي ویاند همدارنګه وویل چې د دغه عملیاتو په لومړیو ساعتونو کې افغان ځواکونو د غزني ښار اړوند «ارزو» سیمې کې پر طالبانو بریدونه کړي چې په وینا یې ۱۷ طالبان پکې وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمعه زاده په وینا د غزني ښار تر پاکولو وروسته به د یادو عملیاتو لړۍ د غزني نا امنیه ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د غزني چارواکي که څه هم په دغه عملیاتو کې د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو طالبانو په دغه جګړه کې افغان سرتیرو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې ده.