طالبانو ننګرهار کې د محلي اردو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي

عکس (ارشیف)

د ننګرهار پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې طالبانو د پاڅونوالو او محلي اردو یو شمېر پوستې نیولي دي.

یوې حکومتي سرچینې نن چهارشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تېره شپه د پچیراګام ولسوالۍ په پیره خېلو او بمه خېلو سیمو کې د محلي اردو او پاڅونوالو پر پوستو ډله ییز برید کړی چې په پایله کې یې طالبانو د پاڅونوالو او محلي اردو پنځه پوستې او یوه قرارګاه نیولې ده.

سرچینې ویلي دي چې په جګړه کې ځینې پاڅونوال وژل شوي او د محلي اردو په ګډون یو شمېر پاڅونوال طالبانو ژوندي وړي دي.

سرچینې دا هم ویلي چې طالبانو د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې هم ځینو پوستو باندې بریدونه کړي او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبید شینواری وایي په هسکه مېنه کې طالبانو د محلي اردو او سرحدي عسکرو پر درې پوستو بریدونه کړي چې تر اوسه حکومتي غاړې ته دوه کسان وژل شوي او شپاړس زخمیان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، هسکه مېنه او پچیراګام کې جګړه شوې ده خو د مرګ ژوبلې او د پوستو د سقوط په اړه مالومات نه ورکوي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پچیراګام ولسوالۍ کې یې د حکومتي عسکرو دیارلس پوستې نیولي، ځینې عسکر یې وژلي او تر شلو عسکر یې ژوندي بیولي.