د کلات پر امنیتي کمربند د طالبانو برید په شا تمبول شوی ـ چارواکي

عکس(ارشیف)

د زابل امنیتي مقامات وايي چې د کلات ښار پر امنیتي کمربند يې د وسله والو لوی برید پر شاتمبولی دی.

چارواکي زیاتوي چې پدې برید کې ۱۴ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي نن یکشنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په یوه لوی برید کې د کلات ښار د ختیځ کمربند پر دو مرکزونو بریدونه وکړل چې ګډو افغان ځواکونو پر شا وتمبول.

نوموړي وويل: "تېر ماښام وسله والو طالبانو د کلات ښار د کابل دروازې پر مسیر پر کمربندي دوو پوستونو باندي شدیده جګړه وکړه چي ګډو ځواکونه پر وخت سیمې ته ورسېدل او برید يې پر شاه وتمباوه، پدې درنه جګړه کې د وسله والو ۱۴ تنه وژل شوي او شپږ نور يې ټپیان دي چې په وژل شویو کې يې ځيني قومندانان هم شامل دي، دغه راز زموږ دوه پوليس وژل شوي او دوه امنیتي سرتیري ژوبل شوي."

دا دوهمه شپه ده چې د کلات ښار پر امنیتي کمربند وسله وال طالبان ډله ییز بریدونه کوي.

تر دې یوه شپه مخکې هم د کلات ښار د لومړۍ حوزې اړوند د کمربند پر یوه امنیتي مرکز د وسله والو په برید کې یو پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

د کلات ښار ځینې اوسیدونکي وايي چې د وسله والو طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په وجه ګڼي اندېښنې ورته پیدا شوي.

خو د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي وايي چې دوی د ښار د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر لري.

خپله وسله والو طالبانو د کلات د تېرې شپې د جګړې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.