د امریکا او سعودي په منځګړتوب سودان کې د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند وشو

د اوربند څخه وړاندې په خرطوم کې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي چې ۷ یې ماشومان و.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت شنبه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) اعلان وکړ چې د دې هیواد او متحده ایالاتو په منځګړتوب د سودان په جګړې کې د ښکیلو ډلو استازو د ۷۲ ساعتونو لپاره په اوربند موافقه وکړله.

متحده ایالاتو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي خو د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په لنډې اعلامیې کې راغلي چې متحده ایالاتو د اوربند پدې موافقې کې منځګړتوب کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او پخواني مرستیال محمد حمدان داګلو پورې اړوند ځواکونه به د اوربند پر وخت منع شوي تحرکات نکوي، په یو بل به بریدونه نکوي، بې پیلوټه او نورې نظامي الوتکې به نه کاروي، د هاوان توغندي به نه واروي او هم به د خپلو ځواکونو سنګرونو ته اضافي وسله وال او مهمات نه لیږي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې دواړو خواوو موافقه کړې چې د اوربند پر وخت به د نظامي ګټې تر لاسه کولو لپاره کوښښ نکوي.

په سودان کې د اوربند اعلان داسې مهال کیږي چې په سیمه ایز وخت نن شنبه د دې هیواد په پایتخت کې په هوایي بمباریو کې ۱۷ تنه ووژل شول چې ۷ یې ماشومان و.

لا معلومه نده چې دا هوایي برید په الوتکې شوی او که په ډرون خو چارواکي وایي په روانې کورنۍ جګړې کې چې د اپریل په میاشت کې د واک پر سر د دواړو جنرالانو تر منځ پیل شوې، تر اوسه پکې دومره ډیر کسان په یو ځل نه و وژل شوي.

پدې جګړې کې د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال برهان ځواکونه معمولاً پخپلو مخالفینو د برید لپاره د نظامي الوتکو څخه کار اخلي خو په ځواب کې بیا د چتګ ملاتړ ځواکونه چې مشري یې جنرال داګلو کوي، په پوځ د بریدونو لپاره ډرون الوتکې او د الوتکو ضد وسلې کاروي.

د سودان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د شنبې ورځې برید د خرطوم په جنوب کې داسې یو ځای شوی چې د پوځ یو مرکز پکې پروت دی. دې وزارت ویلي چې په برید کې ۲۵ کورونه تبا شویدي.

وزارت ویلي چې په برید کې د پنځو ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې ندي یاد شوي، یو شمیر میرمنې او د پاخه عمر سړي وژل شوي او ځيني ټپي شوي کسان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي.

یوه ډله چې ځان "عاجله خونه" بولي او په سیمې کې بشري مرستې تنظیموي وایي چې بدې برید کې ۱۱ تنه ټپي شويدي.

د چټک ملاتړ ځواکونو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې چې دا بمباري نظامي الوتکې کړې او عام خلک پکې وژل شوي او ټپي شویدي. دوي همدارنګه ادعا کړې چې په ډزو کې یې پوځي جیټ الوتکه ویشتې او نسکوره کړې خو د هغوي ادعا کومې خپلواکې سرچینې نده تائید کړې.

د پوځ ویاند پدې برید کومه تبصره نده کړې.