د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په هند کې د نړیوال جام پای ته رسیدو څخه وروسته کابل ته ستنه شوه او په نړیوال هوایي ډګر کې ورته د هرکلي ویلو لپاره ګڼ شمیر مینه وال ورغلي و.
د لوبډلې مشر حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ مینه والو څخه مننه وکړله چې د لوبډلې د هرکلي لپاره ورغلي و او د مینه والو څخه وغوښتل چې افغان لوبغاړي په ښې او بدې ورځ کې تشویق کړي.
د پاخه عمر یوه افغانه میرمن چې د کابل په هوایي ډګر کې د لوبغاړو هرکلي پر وخت موجوده، افغان لوبغاړي یې د افغانستان ویاړونه وبلل او په ځانګړې توګه یې په نړیوال جام کې د پاکستان او انګلستان څخه د لوبو په ګټلو خوښي څرګنده کړه.
هغې چې د لوبډلې مشر حشمت الله شهیدي یې له لاسه نیولی و او په سر یې ښکلاوه وویل، "ډیره خوشحاله یم چې زمونږ قهرمانانو پاکستان او انګلنډ ته شکست ورکړ. همیشه دې دا اتلان خدای ژوندي لري.دوي د افغانستان افتخارات دي".
ښاغلي شهیدي چې ددې افغانې میرمنې سره د لیدو پر مهال یې د خپلې مور یادونه هم وکړله چې د هغه په وینا څلور میاشتې وړاندې وفات شوې وه، وویل، "زه ډیر خوشحاله یم چې دغو میندو ته مونږ خوشحالي ورکوو. مونږ به نور هم کوښښ کوو چې تر څو هر افغان زمونږ د بریاوو له وجې خوشحاله ووسیږي".
𝐖𝐞𝐥𝐜𝐨𝐦𝐞 𝐇𝐨𝐦𝐞 𝐀𝐭𝐚𝐥𝐚𝐧𝐨! 🤩Watch glimpses from AfghanAtalan%27s arrival to Kabul this evening. 🤩#AfghanAtalan | #CWC23 | #WarzaMaidanGata pic.twitter.com/gZA51NTdo0
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) November 12, 2023
دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره تر ټولو بریالی نړیوال جام و ځکه وې کړی شو په ۹ لوبو کې څلور یې وګټي او د نمرو په جدول کې شپږم مقام تر لاسه کړی.
افغانستان تر دې وړاندې دوه ځلې په پنځوس اوریزو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې وه. په ۲۰۱۵ کال کې یې یوازې یوه او په ۲۰۱۹ کې هیڅ لوبه نه وه ګټلې.
د افغانستان لوبډلې د شپږم مقام په تر لاسه کولو سره وکړی شو د لومړي ځل لپاره د اتلانو جام سیالۍ ته لار پیدا کړي چې ټاکل شوې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان په کوربه توب وشي.
هند کې په بې وزلو د ګربز پیسو ویشل
که له یوې خوا د افغانستان د کرکټ مینه وال په هیواد کې دننه د لوبغاړو په بریاوو خوښي څرګندوي، په عین حال کې په هند د افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز هغې ویډیو باندې د هند خلکو ډیره خوښي څرګنده کړې چې هغه پکې په بې وزلو کسانو نغدې پیسې ویشي.
پدې ویډیو کې چې ویل کیږي په هند کې د هندو مذهب جشن (دیوالي) په شپه جوړه شوې ښاغلی ګربز پکې لیدل کیږي چې په سړک ویدو خلکو باندې پیسې ویشي.
په هند کې ګڼ شمیر خلکو په ټولنیزو شبکو کې د ګربز دا کار ستایلی.
په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیو کې یو تن وایي چې ګربز په سیمه ایز وخت د شپې په دریو بجو په خلکو دا نغدې پیسې ویشلي دي. دا ویډیو په ټولنیزو شبکو کې میلونونو کسانو لیدلي ده.
Just amazing act of kindness by Afghan batsman Rahmatullah Gurbaz to pavement dwellers in Ahmedabad after his last match. Far greater than any century he might score — and may he score many! Long may his career thrive, along with his heart…. pic.twitter.com/hgeBubHNzv
— Shashi Tharoor (@ShashiTharoor) November 12, 2023
د هند د پارلمان یو نوموتي سیاستوال او لیکوال ششي تهرور د ګربز دا کړنه ستایلې. ښاغلي تهررو د اکس په ټولنیزې شبکې لیکلي، " په احمد آباد کې د خپلې وروستۍ لوبې څخه وروسته د سړک پر سر ژوند تیرونکو سره د افغان توپ وهونکي، رحمان الله ګربز د مهربانۍ حیرانوونکي کړنه".
ښاغلي تهرور همدارنګه لیکلي چې د ګربز دا کړنه که هغه هر څومره سلیزې او منډې وکړي، غوره ده.