د واشنګټن خبرداری: روسیه به په راتلونکو ورځو کې د اوکراین په دولتي تاسیساتو بریدونه کوي 

د اوکراین جګړه

واشنګټن نن سه شنبه اګست ۲۳ (وږي ۱) خبرداری ورکړ چې ممکن روسیه په را روانو څو ورځو کې د اوکراین په دولتي تاسیساتو باندې بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو ولسمشر پوتین ته نژدې د یو ملتپال د لور په وژلو کې کیف تورنوي او وايي چې د عاملانو په ضد به یې «له رحم څخه» کار نه اخلي.

په کیف کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت ویلي دي چې روسیې په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین په دولتي تاسیساتو باندې د بریدونو هلې ځلې زیاتې کړي دي.

دغه سفارت له امریکايي اتباعو غوښتي دي چې له اوکراین څخه ووځي. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او نورو لوړ پوړیو مقاماتو ویلي دي چې روسیه غواړي د اوکراین د استقلال په ورځ خپل بریدونه زیات کړي.

څو ورځې مخکې د ولسمشر پوتین د یو نژدې ملتپال ملګري لور په یوې بمي چاودنې کې ووژل شوه.

له دغې پېښې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې په دې اړه پلټنې پیل شوي‌ او په عاملانو به یې رحم ونشي.

مسکو کیف تورنوي چې دا برید یې کړی خو کیف وايي چې دا د هغوی کار نه دی. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو یو ځل بیا له اوکراین څخه د خپل ملاتړ ژمنه بیا تازه کړې ده.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن په کیف کې په یوې غونډې کې وویل چې نړۍ باید د روسیې په مقابل کې ودرېږي. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم ویلي دي چې هېواد به یې له اوکراین سره خپلې مرستې روانې ساتي.