اوباما: د ایران سره اټومي موافقه "لویه بریا" وه.

بارک اوباما وایي د ایران سره اټومي موافقه دا ښيي چې که نړیواله ټولنه سره ګډ کار وکړي نو نړیوال امنیت به ښه شي.

بارک اوباما نن په واشنگټن کې د اټومي امنیت د منفرانس په ترڅ کې د امنیت د شورا د هغو غړو سره ولیدل چې د ایران سره د اټومي موافقې په مذاکراتو کې یې مرسته کړې وه. اوباما د غونډې مخکې وویل چې د ایران سره اټومي موافقه «لویه بریا» وه.

جمهور رئیس اوباما وویل چې د ایران د اټومي موافقې په نتیجه کې نړۍ د ایران د اټومي پروګرام د محارولو په برخې کې «واقعي پرمختګ،» کړی دی.

ښاغلي اوباما وویل «ایران د خپل سنترافیجونو د درېیو نه دوې حصې یې ختمه کړې دي؛ ایران د خپلو سلاکوټونو نه ۹۸ فیصده غني شوي یورانیم د ایران دباندې استولي دي؛ . . . که چیري ایران غوښتي وي چې [نړۍ] خطا باسي، د اټومي وسلو د جوړولو لپاره يې چې کوم وخت پکار و د درېیو میاشتو نه اوس یو کال ته رسیدلی دی.»

اوباما وویل چې د اټومي امنیت کنفرانس یو ډیر ښه فرصت دی چې د موافقې د عملي کیدو په برخې کې د پرمختګ جاج واخیستل شي.

جمهوررئیس وویل چې ایران د بندیزونو د لېري کیدو نه ګټه اخلي، خو هغه دا هم زیاته کړه چې د نړۍ کمزوره اقتصادي حالت به د دې سبب شي چې ایران د موافقې نه د اقتصادي ګټو د اخیستلو لپاره ډیر وخت ته ضرورت ولري.

اوباما وویل چې د ایران سره اټومي موافقه دا ښيي چې که نړۍ واله ټولنه سره ګډ کار وکړي نو نړیوال امنیت به ښه شي.

هغه زیاته کړه چې د ایران سره د دیپلوماسۍ دغه مورد کیدای شي چې د راتلونکي لپاره یو ښه مثال وګرځي.

د انرژۍ نړیوال سازمان د دغو هیوادونو په غونډه کې د موافقې د عملي کیدو په برخې کې د پرمختګ په اړه رپوټ ورکړ او دا یې تایید کړه چې ایران د موافقې د شرایطو سره سم چلند کوي.

د شمالي کوریا په اړه تشویشونه

د اټومي امنیت په دوه ورځنې کنفرانس چې په واشنګټن کې جوړ شوی دی، د ۵۰ هیوادونو مشرانو ګډون کړی دی. په دغه کنفرانس کې د شمالي کوریا د آټومي وسلو د کنټرول او د تروریستانو لاس ته د اټومي وسلو د نه لویدو په اړه خبرې کیږي.

جمهوررئيس اوباما پرون د جنوبي کوریا او جاپان د مشرانو سره وکتل او د کوریا د ټاپووزمې د اټومي بې وسلې کولو په اړه یې ورسره خبرې وکړي:

«موږ خپلو هیاتونو ته وویل چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې دې زیار وباسي او نور اقدامات دې وکړي چې موږ یې په ګډه عملي کړو، چې د کوریا د ټاپووزمې اټومې بې وسلې کیدل اطمیناني شي او په سیمه کې سوله او ثبات راشي.»

د جاپان صدراعظم شینزوا ابي وویل: «د امنیت په برخه کې د جاپان، امریکا او جنوبي کوریا همکاري مهمه ده. د شمالي کوریا د اټومي قابلیت په اړه تشویش موجود دی او نه یوازې دغو درو هیوادونو ته دا تشویش موجود دی بلکه ټوله نړۍ تشویش لري.»

امریکا او د نړۍ نور هیوادونه هم د بروکسیل د بریدونو وروسته دا احساسوي چې د دې ضرورت شته چې د اټومي موادو تاسیسات او مرکزونه وساتل شي چې د تروریستانو لاس ته و نه رسیږي.