افغانستان کې د اوبو مدیریت؛ ۴۴ نور لوی بندونه جوړیږي

په بدخشان کې د ښورابک اوبو بند

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداري وايي، ټاکل شوې په دغه هیواد کې د اوبو د ۴۴ لویو بندونو جوړولو کارونه پيل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن دوشنبه اپرېل۵( وري ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې دغه بندونه به په ۲۱ ولایتونو په ځانګړي ډول زابل، ارزګان، غزني، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، ننګرهار، فاریاب، غور، بادغیس، کونړ، نورستان او پروان ولایتونو کې جوړ شي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "د یادو بندونو جوړولو تړونونه په راتلونکې میاشت کې لاسلیک کیږي او عملي کارونه یې پيلیږي،او په ټاکل شوي وخت کې ګټې اخیستې ته سپارل کیږي."

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند وویل چې د یادو بندونو جوړولو باندې به څه باندې ۶۰۰میلیون ډالر لګښت راشي.

د دغه ادارې د معلوماتو په اساس اوس مهال په دغه هیواد کې د اوبو د ۱۳ بندونو د جوړلو چارې روانې دي.

یادې ادارې ویلي چې په کابل کې د شاه او عروس اوبو بند د جوړولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللي او ټاکل شوې په نژدې وختونو کې د اوبو ذخیره کولو بهیر پکې پيل شي.

بلخوا نن د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وویل چې په بدخشان کې د شورابک اوبو بند د جوړېدو چارو بشپړې شوي او په وینا ټاکل شوې په نژدې وختونو کې پرانیستل شي.

د اوبو چارو د تنظیم ادارې د معلوماتو په اساس، په هلمند کې د کجکي، په فراه کې بخش اباد، په پکتیا کې د مچلغو، په غزني کې د سلطان، په زابل کې د توري، په پکتیکا کې د پلتو، په کابل کې د شاه و عروس، په هرات کې د پاشدان، او په ارزګان کې د سراب او شفلوغ هغه بندونه دي چې اوس مهال یې د جوړولو چارې روانې دي.

که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتوبنو کې را وستلی، خو ویل کیږي چې روانه جګړې د نورو چارو ترڅنګ د اوبو مدیریت برخه کې هم خنډونه جوړ کړي دي.