ننګرهار کې د کوکنارو د بدیل په توگه هندواڼې کرل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د ننګرهار ولایت په یولسو ولسوالیو کې په شپږ ویشت زره هکټاره ځمکه د کوکنارو د بدیل په توگه هندواڼې کرل شوې دي چې د چارواکو په وینا تر سل زره میټریک ټنه حاصل به ورکړي.

د ننګرهار کرنې رئیس ذبیح الله حسنزی وايي چې دغه حاصل د تېر کال په پرتله زیات شوی دی.

ذبیح الله حسنزی وویل: "تېر کال په ۱۴ زره هکټاره ځمکه باندې د هندواڼو کر شوی و، سږ کال په ۱۶ زره هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي. بېلابېلو ولایتونو ته وړل کېږي."

کروندګر وايي سږ کال یې حاصل ښه دی خو د خرڅلاو مارکیټ یې نشته دی او همدا شان په ښه بیه نه خرڅېږي.

محمد الله د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی او کروندګر دی، وايي په دوه جریبه ځمکه یې هندواڼه کرلې ده.

هغه وویل:" دولت وايي چې کوکنار مه کرئ، حلال فصل ورکرئ، موږ هندواڼې وکرلې، من په پنځوس کلدارې خرڅېږي. نه مارکیټ شته او نه هم ښه نرخ کوي، اکثره یې خثی کېږي. دولت باید موږ ته مارکیټ پیدا کړي."

یو بل کروندګر فقیر الله وايي: "دولت باید موږ ته مارکیټ پیدا کړي. موږ په پنځه نیم زره کلدارې باندې بار سوزکی خرڅوو، دا به موږ ته څه ګټه وکړي."

خو د کرنې رئیس وايي چې د بازار موندنې په برخه کې یې هم هڅې کړي او سوداګرۍ وزارت باید دغې ستونزې ته د حل لاره جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سږنی کال ننګرهار کې د کوکنارو کر نژدې نمايي راکم شوی و. تېر کال ننګرهار به ۱۷ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې سږ کال چارواکي وايي اوه یا اته زره هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.