پکتیکا کې وزیرستاني کډوال د پولیو واکسین په تطبیق ټینګار کوي

په پکتیکا کې د نورو خلکو ترڅنګ وزیرستاني کډوال هم په سیمه کې د پولیو واکسین د تطبیق غوښتنه کوي. دوی وایې واکسین یې د ماشومانو لپاره اړین دي.

د روغتیايي چارواکي وایي، په هېواد کې ناامني، ناسم پوهاوی او د خلکو نه همکاري هغه څه دي، چې تر ډېره یې د پولیو ضد واکسین کمپاینونو د تطبیق مخه نیولې.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر وزیرستاني کډوال په داسې حال کې د پولیو واکسین غوښتنه کوي چې، په تېرو څو کلونو کې یې زیات شمېر ماشومان د فلج په ساري ناروغۍ اخته شوي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست رئیس اسدالله رسولې امریکا غږ ته وویل، چې د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د کډوالو همکاري ډېره اړینه ده، د نوموړي په وينا کډوال اوس هم د پوليو د ويروس له جدي خطر سره مخ دي.

” زمونږ خاصه توجه د برمل ولسوالۍ هغه کډوالو ته ده چې د پولې یوې بلې غاړې ته تګ راتګ کوي او یو ترانسمېژن یې جوړ کړی، نو زمونږ اصلي وظیفه هم دا ده چې هغه مهاجر چې د لنډ وخت لپاره راځي باید واکسین شي‟.

د معلوماتو له مخې یوازې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې چې د پاکستان له پولې سره پرته ده، شاوخوا۴۵۰۰ وزیرستانې کډوالې کورنۍ له کلونو راهیسې ژوند کوي.

دراز خان چې د برمل ولسوالۍ د لمن په سیمه کې اوسېږي وايي:

” کله چې موږ دېخوا ته راواوښتو، موږ خپله همکاري د افغانستان له عوامو سره شريکه کړله. موږ د واکسين په برخه کې خپله همکاري له دوی سره جاري ساتلې ده ‟.

د پکتیکا ولایت د ولایتي شورآ غړی عزیز عزیز وايي، که څه هم په دې ولایت کې د پولیو واکسین په اړه د خلکو ذهنیت بدلون موندلی خو بیا هم په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته.

" تر څو خلک پوه شي زه له ولسونو، علماوو، مدني ټولونو او هغه خلکو څخه چې په کلیو او د خلکو په منځ کې ژوند کوي غواړم چې په خپلو کلیو کې د واکسین په اړه باید تبلیغ وکړي".

د عامې روغتیا د مالوماتو پر بنسټ په منځنۍ کچه د هر کمپاين پرمهال په ټوله پکتیکا کې د ګوزڼ ضد واکسين څخه د شاوخوا ۲۰۰۰ انکاري پېښو راپور ورکول کېږي، چې زياتره يې همدا کډوالې کورنۍ دي.