د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی عماد وسیم وايي چې په افغانستان باندې یې د کرکټ د لوبو د لړۍ په بایللو ټول لوبغاړي مایوس دي.
افغانستان په تېرو دریو ورځو کې له پاکستان څخه دوې پرلپسې شل اوریزې لوبې وګټلې او یو تاریخ یې جوړ کړ. دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو یوه لړۍ/سیریز ګټي.
د پاکستان د کرکټ یو مهم لوبغاړی عماد وسیم ویلي دي چې په دې ماتو سخت غمژن دي. د پاکستان د کرکټ بورډ په رسمي ټویټر کې د عماد وسیم خبرې خپر شوې دي چې د نور مسائیلو تر څنګ دا هم وايي چې «د سیریز/لړۍ په بایللو ډېر مایوس یو، ډېر خپه یو او ډېر غمژن یو».
Imad Wasim reflects on Pakistan team%27s performance following the second T20I in Sharjah.#AFGvPAK | #BackTheBoysInGreen pic.twitter.com/ydtXxqynQ4
— Pakistan Cricket (@TheRealPCB) March 26, 2023
هغه دا خبره هم کوي چې د شارجه میدان، چې د پاکستان او افغانستان لوبې په کې روانې دي، یو له هغو میدانون څخه دی چې منډې په کې په سختۍ کېږي.
عماد وسیم تېره ورځ په لوبې کې د افغانستان خلاف ۶۲ منډې وکړې، خو د لوبډلې د بري لپاره یې کافې نه وي.
هغه وویل چې د پاکستان په لوبډلې کې ځینې ښه استعدادونه شته او په دغو لوبو کې دا خبره معلومه شوه.
افغانستان او پاکستان د مارچ په ۲۴ نېټه د دریو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ پیل کړه چې افغانستان لومړۍ دوې لوبې ګټلې او نن دوشنبه مارچ ۲۷ (حمل شپږمه) یې وروستۍ لوبه ده.