د افغانستان لپاره د ښځو په برخه کې د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري له نړیوالو څخه غوښتي دي چې باید د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د «جدي تګلارو» په وړاندې ودرېږي.
رینا امیري د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰(لیندۍ ۲۹) په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان نیم نفوس خپلو هیلو ته له رسېدو او «ټول هېواد له اقتصادي ثبات» څخه محروم کړي دي.
طالبانو تېرکال همدغه ورځې شپې په افغانستان کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.
رینا امیري په همدې مناسبت لیکلي دي: «موږ باید د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو تر څنګ کلک ودرېږو، هغوی په موږ غږ کوي چې [د طالبانو] د دغو تګلارو مخه ونیسو او دا په یاد ولرو چې [دغه تګلارې] د افغانستان له فرهنګ څخه نه، بلکې د طالبانو د مفکورې څخه اخیستل شوې دي.»
We must all stand firmly with the Afghan people, particularly women & girls, as they call on us to counter these policies and remember that they are not borne of Afghan culture, but of Taliban ideology. 2/2
— U.S. Special Envoy Rina Amiri (@SE_AfghanWGH) December 20, 2023
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست هم د نجونو د پوهنتونونو د تړل کېدو د مسئلې په اړه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، چې له کومو افغانانو سره چې هغه غږېدلی، ټول یې وايي چې هېواد یې د اینده لپاره ډاکټرانې، انجینرانې او ښوونکې غواړي.
هغه لیکلي دي: «د افغانستان د اینده او په باثباته سیمه کې زموږ د ګټې په خاطر، باید په هرې کچې کې زده کړو ته د ښځو لاسرسی په خپلو لومړیتوبونو کې وساتو.»
For the sake of Afghanistan’s future and our own interests in a stable region, we must keep women’s access to education at all levels at the very center of our priorities.
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) December 20, 2023
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو ورسته په افغانستان کې په ښځو باندې یو لړ بندیزونه ولګول او تر څنګ یې له متوسطه ښوونځيو څه ورپورته یې د نجونو او ښځو په زده کړو هم بندیزونه ولګول.
د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو او نړیوالو دا بندیزونه غندلي دي او له طالبانو څخه یې غوښتي دي چې لېرې یې کړي.
خو طالبان وايي چې «د شریعت په اساس ښځو ته حقوق» ورکوي او د نجونو په زده کړو بندیزونه یې هم تر «امرثاني پورې» دي، خو د بیا خلاصېدو لپاره یې کومه مشخصه نېټه نه ده ټاکلې.