سپینه ماڼۍ: د SIV متقاضیان او له خطر سره مخ افغانان باسو

سپینې ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ اګست ۲۵ ( وږې دریمه) ویلي امریکا خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو د SIV پر شرایطو برابر کسان او نور هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي ډیر ژر له هغه هیواد څخه بهر کړي.

سپینې ماڼۍ د ټویټر په څلورو پیغامونو کې لیکلي چې دا کار د بشر په تاریخ کې د ترانسپورت په یوه ستر ماموریت کې ترسره کیږي.

په یوه ټویټ کې راغلي:"موږ د ځانګړو ویزو پر شرایطو د زرګونو برابرو افغانانو لیږد ته دوام ورکوو."

سپینې ماڼۍ همدارنګه په یوه بل پیغام کې لیکلي چې د امریکا حکومت د جوبایډن په لارښونه ، د ځانګړو ویزو متقاضیانو ته ډیر امکانات برابر کړي او مخکې له دې چې طالبان پر کابل وکمن شي د اس ای وي د متقاضیان ادارې کارونه پنځوس سلنه کم شوي وو.

د افغانستان هغه اتباع چې په افغانستان کې یې د امریکا پوځ او یا هم د امریکا حکومت ته کار کړی وي په امریکا کې د میشت کیدو پر شرایطو برابر کیږي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې تر اوسه څه باندې ۷۰ زره کسان د خاصو ویزو له لارې امریکا ته راغلي دی او اوسمهال ۱۸ زره نورو کسانو دغو ویزو ته وړاندیز ورکړی دی.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن تازه داسې یوه قانون توشیح کړ چې له مخې یې د امریکایانو افغان همکارانو ته ۸۰۰۰ نورې اضافه ویزې او ۵۰۰ میلیونه ډالره بودیجه د بیړني انتقال، د مجدد اسکان او نورو ضروري خدماتو د برابریدو لپاره ځانګړي کیږي.