د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي د «طالب ترهګرو په ضد به کلک» درېږي.
ښاغلي صالح نن جمعه اګست ۱۳ (زمري۲۱) په ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو په ضد به د«ملي مقاومت» د غښتلي کولو لپاره هر اقدم کوي.
هغه لیکلي : «نن د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت په غونډه کې په کلک هوډ او جدیت سره پرېکړه وشوه چې موږ به د تروریست طالبانو په ضد کلک درېږو او د ملي مقاومت د ټېنګولو لپاره به د ټولو وسایلو او لارو څخه کار اخلو. خلاص.»
In today%27s meeting on national security chaired by Prz @ashrafghani it was decided with conviction & resolve that WE STAND FIRM AGAINST TALIBAN TERRORISTS & DO EVERTYHING TO STREGNTHEN THE NATIONAL RESISTANCE BY ALL MEANS AND WAYS. PERIOD. We are proud of our ANDSF.
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) August 13, 2021
ښاغلي صالح همدغه راز لیکلي چې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو «ویاړي».
نوموړي تر دغه ټویټ مخکې په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې هم لیکلي وو چې "تر هیڅ ډول شرایطو لاندې او هیڅ ډول امتیاز په مقابل کې د افغانستان پهخلکو د طالبانو ولکه نه منم او هیڅ ډول معاملې ته چې شرایط یې طالبانو تحمیل کړي وي،نه تسلیمېږم."
هغه ډاډ ښودلی دی چې «طالبان به ماتې خوري خو قرباني» غواړي.
نوموړي داسې مهال دا خبرې کوي چې طالبانو د افغانستان شاوخوا لس ولایتونه او یا یې مرکزونه نیولي دي. طالبان ادعا کوي چې په تازه پرمختګونو کې یې د هرات او کندهار ښارونه هم نیولي دي.
هغوی وايي چې په هرات کې پخوانی جهادي قومندان اسماعیل خان هم ورسره «یوځای شوی» دی. اسماعیل خان تېره اوونۍ په هرات د طالبانو په ضد مقاومت پیل کړي.
طالبانو همدغه راز د غزني، کندز، بادغیس، شبرغان او ځينې نورو ولایتونو ښارونه هم نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني یو ځل بیا ټېنګار کړی دی چې واک به یوازې بل منتخب ولسمشر ته پرېږدي. ښاغلي غني تېرماښام په ارګ کې د ځوانانو په یوې غونډې کې وویل چې د «پاکستان د اکوړه خټک ملایان د افغانستان مشر» نشي ټاکلی بلکې د هغه په خبره افغان ولس به یې ټاکي.
نوموړي د هغو راپورونو څخه وروسته دا خبرې کولې چې ګنې امریکايي چارواکو له ښاغلي غني غوښتي چې د جګړې ختمېدو او سولې لپاره دې واک پرېږدي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي داسې کومه غوښتنه نه ده شوې.