ویلز: شکایتونو کمېسیون دې په مسلکي او شفافه توګه شکایتونه و ارزوي

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شکایتونو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي چې ټاکنیز شکایتونه په مسلکي او شفافه توګه و ارزوي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پرون یکشنبه د ډسمبر پر ۲۲مه ناوخته ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د هلو ځلو هرکلی کوي.

اغلې ویلز پر خپل ټوېټر لیکلي:"موږ د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غواړو، چې هر شکایت ته په مسلکي او شفاف ډول رسیدګي وګړي."

نوموړې همدارنګه زیاته کړې، د «مېزان د ۶مې» ولسمشریزو ټاکنو کې ګڼ شمېر افغانانو ونه کړای شول خپله رایه وکاروي.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې زیاته کړې:"د دې سربیره چې ګڼ شمېر افغان وګړو ونه کړای شول رایه ورکړي، وروستی وړونکی چې هر څوک وي، باید غښتلي او عاجل ګامونه پورته کړي چې دا ډاډ حاصل شي، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازی اوسي او هم د سولې د خبرو اترو لپاره یو ټول شموله پلاوی رامنځته کړي."

د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴سلنې په پوره کولو سره تر نورو ټولو کاندیدانو مخکې دی.

د لومړنیو پایلو اعلان ته په غبرګون کې د عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر نورو کاندیدانو ویلي، چې د کمېسیون لخوا د پایلو اعلان نه مني.

دوی وايي، چې د ټاکنو کمېسیون د دوی قانوني غوښتنې له پامه غورځولې دي.

خو د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا تېره ورځ په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې ټول کاندیدان کولای شي د دوشنبې ورځې نه تر چهارشنبې ورځې پورې خپل شکایتونه په مرکز او ولایتونو کې له دوی سره ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو مشرۍ زهره بیان شینوارې وویل، چې یاد بهیر به له ۳۷ نه تر ۳۹ ورځو پورې بشړه شي.