ډبلیو ایف پي: افغانستان کې لوږه او د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې

په افغانستان کې د خوړو د نړیوالې ادارې مشره میرمن ماري ایلن مکګرورتي وایي چې افغانستان کې لوږه او د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې او اوس مهال څوارلس میلیونه افغانان د خوړو د کمښت او دوه میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزو کړیږي.

د ډبلیو ایف پي مشرې نن چهارشنبه اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې د نړیوالې ټولنې څخه یې چې افغانانو ته د خوړو د برابرولو دوه سوه میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه تراوسه یې سل میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د افغانستان لپاره د ډبلیو ایف پي مشرې د کابل ښار د قلعه زمان خان په سیمه کې د دغې ادارې له خوا له بېوزلو کورنیو سره د مرستې د یو پروګرام څخه د چهارشنبې په ورځ دلیدنې پرمهال وویل چې افغانستان کې ډیر خلک بې کار شوي او د خوراکي توکو او د تیلو بیې پورته تللي دي.

مرمین ماري ایلن پر نړیوالې ټولنې افغانانو سره د مرستو غوښتنه وکره. د ډبلیو ايف پي د ادارې د معلوماتو له مخې دا اداره به د روان میلادي کال تر پایه څوارلس میلیونو خلکو سره د خوراکي توکو مرستې وکړي.

د کابل د قلعه زمان خان په یو ښوونځي کې نن ۱۶۶۰ کورنیو د ۴۶ کیلو اوړو، نخودو ، غوړیو او مالګې مرستو لړۍ پیل شوه چې د ورځې تر پایه به ټولو دغو کورنیو ته د خوړو دغه مرستې وویشل شي.

د ډبلیو ایف پي ادارې د معلوماتو له مخې دغه څه باندې شپاړس سوه کورنۍ دمخه سروې شوي او څلورو میاشتو لپاره هره میاشت یو ځل په همدې اندازه مرستې ترلاسه کړي.

د بې وزلو کورونیو په پیژندلو کې ډبلیو ایف پي سره د ناحیو وکیلان مرسته کوي.

افغانستان سږکال بیا د وچکالۍ سره مخ دی چې له امله یې خوراکي توکو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.