د خوړو نړیوال سازمان: د افغانستان ۹۸سلنه خلک کافي خواړه نلري

د افغانستان نژدې ټول نفوس کافي خواړه نلري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د افغانستان نژدې ټول نفوس کافي خواړه نلري.

دا سازمان وايي چې د طالبانو په نظام کې د افغانستان مخ په ځوړ اقتصاد به بل کال خرابېدونکی وضعیت په یو بحران او فاجعې بدل کړي.

د دغې ادارې ویاندې رویټرز ته ویلي‌ دي چې د دوی نظر پوښتنه او سروې ښکاره کوي‌ چې د افغانستان ۹۸سلنه وګړي کافي‌ خواړه نلري. دې ویلي دي چې په هرو لسو کورنیو کې یې اوه له نورو خلکو خوراکي موادو پور کوي او دا کار یې نور هم د بې وزلۍ ژورو ته ټېل وهي.

د دغې ادارې یوې مسئولې تامسن فیري په ژینوا کې وویل: «مخ په زیاتېدونکی اقتصادي بحران، جګړې او وچکالۍ په دې مانا دي‌ چې متوسطه کورنۍ له دغه حالت سره په ډېرې سختۍ سره مبارزه کوي. موږ د دغه وضعیت د بدلولو لپاره ډېر کار په مخکې لرو چې په فاجعه بدل نشي.»

نوموړې همدغه راز وویل چې باید د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره «موږ هېڅ وخت ضایع نکړو. زموږ [د افغانستان] مشر وضعیت ډېر خراب تشریح کړی. دا د لوږې او فقر سیلاب دی».

اخوا د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بشري حقونو مرستیاله ندی الناشف وايي چې افغانان له سخت فقر سره مخامخ دي.

هغې وویل: «سخت فقر او لوږې» ډېرې کورنۍ مجبورې کړي دي چې د پایدو لپاره نورو لارو لکه په «ماشومانو باندې کار کولو، په کم عمر کې د اولادونو واده کولو او آن د ماشومانو خرڅولو» ته هم مخه کړي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په روان ۲۰۲۱کې یې تر دې دمه پورې په افغانستان کې ۱۵میلیون خلکو ته خوراکي مواد رسولي دي. وايي‌یوازې د نومبر په میاشت کې یې اوه میلیون خلکو ته خواړه رسولي.

د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو، د افغان حکومت سقوط او طالبانو راتګ د دغه هېواد کمزوری اقتصاد د ګړنګ غاړې ته ودروه.

دا اوس د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې ۱۲۵افغانۍ په یو ډالر تبادله کیږي چې ورسره د خوراکي توکو، سونګ او نورو موادو قیمتونه هم لوړ شوي ‌دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که له افغانستان سره بېړنۍ مرسته ونشي، لوی بشري ناورین به جوړ شي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له امریکا څخه غوښتي چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ پرېږدي. امریکا کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې.

ښاغلي متقي ویلي دي چې دا ډول بندیزونه د افغانستان او نړۍ په زیان دي، خو امریکايي چارواکي وايي چې طالبانو ته یې له مخکې ویلي وو که له پوځي لارې یې واک ترلاسه کړ، په افغانستان باندې به مهمې بشري مرستې بندې شي.