په امریکا کې د 'اسیایي توب' معنا څه ده؟

په نیویارک ښار کې د چینایي نوي کال مراسم

شمارخ محی الدین امریکا ته د خپل راتګ د دوو لسیزو اوږد سفر د کلتور او هویت په تقاطع کې تیر کړی دی.

د واشنګټن په سیمه کې د سوداګرۍ سلاکاره، محی الدین چې د اسیایي- امریکایی انګیزو ملاتړ کوي، د پلازمینې (واشنګټن ډي سي) په کلنۍ اسیایي فستیوال کې د نڅا د یو ګروپ غړې او په شکل کې "اسیایي" بریښي. خو بیا هم، دا نښې په بشپړ ډول ورسره مطابقت نلري.

هغه ځان "بنګلادیشۍ-امریکایي" ګڼي، هغه اصطلاح چې د هغې او د هغې د بنګالي ملګرو سره ډیره ژوره ریښه لري.

شمارخ محی الدین وویل: "زما زیاتره ملګري کله چې دوی د خپل وراثت ریښې ته اشاره کوي، هغوی معمولا د خپل هیواد نوم کاروي، نو دا به د هندي الاصله امریکایی یا بنګلادیشي-امریکایی یا فلیپیني -امریکایی په څیر وي."

په متحده ایالاتو کې د می میاشت د "اسیایي امریکایی، اصلي هاوایي او د آرام سمندر د حوزې د ټاپوګانو د وګړو میاشت" نومول شوې، دا د څو میاشتو څخه یوه میاشت ده چې د امریکا د مخ پر ودې توکمیزې تنوع د لمانځلو لپاره ځانګړې شوي دي.

د "آسیایي-امریکایی" اصطلاح چې یو وخت په ابتدايي توګه د ختیځې اسیا د امریکایانو د وراثت د تشریح کولو لپاره کارول کیده، په دې وروستیو کلونو کې عمومي شوې، چې د ژورنالستانو، مدافع ډلو، حکومتي ادارو او نورو لخوا د اسیایانو د ټولو ډولونو د تشریح کولو لپاره کارول کیږي. خو بیا هم ټول اسیایی امریکایان دا په مساوي ډول نه مني.

د انډیانا پوهنتون د ټولنپوهنې پروفیسور او د اسیا-امریکایی هویت د پراختیا په اړه د کتاب لیکواله ډینا اوکاموټو وایي: "ځینې خلک دا ردوي ځکه چې دا [اصطلاح] خورا پراخه ده او دا یو په ډول سره توپیرونه نه پیژني یا نه مني، خو زه لاهم فکر کوم چې د ځینو خلکو لپاره دا خورا معنا لرونکي کټګورۍ او همداشان هویت هم دی."

د "اسیایي- امریکایي" اصطلاح په ۱۹۶۸ کې د کلیفورنیا د برکلي پوهنتون، د فعالینو یوجي اچیوکا او ایما ګي، لخوا رامنځته شوې وه. تر دې وړاندې، اسیایي - امریکایان ددې لپاره چې د "مشرقیانو" یا "خاوریانو" په توګه یې سپکاوی ونشي، هغوی د خپل اصلي هیواد په اساس پیژندل کیدل.

اچیوکا او ګي، چې د ۱۹۶۰ لسیزې د توکم پالنې ضد او د جګړې ضد حرکتونو تر اغیرې لاندې وې، په امریکا کې د متفاوتو اسیایي ډلو ترمنځ چې د توکم پالنې او تبعیض ورته تجربې شریکوي، د سیاسي پیوستون د ودې ورکولو لپاره د "آسیایي- امریکایي" توکمیزه ټاپه رامنځته کړه.

د کولوراډو د پوهنتون د کلتوري تاریخ استاد او ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو د اسیایي-امریکایي غورځنګ په اړه د کتاب لیکوال داریل جوجي مایدا، وایي: "دا د یوې چترۍ په څیر د اصطلاح په توګه رامنځته شوې چې په متحده ایالاتو کې د اسیا ټول خلک پکې شامل دي، خو د ډیرو توکمونو د په ډاګه کولو سربیره ، دا یو سیاسي دریځ هم په ډاګه کوي."

له هغه وخت څخه څو لسیزې وروسته، دې اصطلاح په لویه کچه خپل سیاسي مفهوم له لاسه ورکړ او د اسیا د مختلفو نسلونو د خلکو د پیژندلو لپاره په یو ساده مفهوم واوښت. دا بدلون تر یوه حده د حکومت لخوا ددې اصطلاح په کارولو او د ۱۹۹۰ کال د سرشمیرنې په پوښتنلیک ته د "آسیا - آرام سمندر ټاپو" د کټګورۍ په اضافه کولو ترویج شو.

میدا د بریښنالیک له لارې امریکا غږ ته وویل: "نن، د اسیایي- امریکایانو مفهوم غالب دی."

خو دا اصطلاح پراخه معنا لري ،ځکه چې د امریکا- اسیایي ټولنه د سویلي او سویل ختیځ اسیا څخه د کډوالۍ د زیاتوالي له امله خورا متنوع وده کړې. چیرته چې د امریکا-اسیایي ټولنه یو وخت په عمده توګه له چینایي، جاپاني او فلیپینانو څخه جوړه شوې وه، خو نن ورځ دا په لسګونو میلیونه نفوس لري، چې شمیر یې ۲۴ میلیون تنو ته رسیږي.

مایدا وایي، په نتیجه کې "دا به صراحت او زغرده نه وي چې فکر وکړو اسیا او اسیایي امریکایی یوازې د ختیځ اسیا د خلکو اولادونو ته اشاره کوي."

په مشهورو بحثونو کې، دا اصطلاح پلوي راجلبوي. مدافع ډلې، کلتوري سازمانونه، د ښوونځیو ولسوالۍ او دولتي ادارې په زیاتیدونکي توګه دا نښه [اصطلاح] کاروي، ترڅو نه یوازې د ختیځې اسیا بلکې د اسیایي وراثت ټول خلک تشریح کړي. په ښوونځیو کې چې د سویلي اسیا لویه کچه زده کونکي لري، هندي، پاکستاني او بنګله دیشي زده کوونکي اکثرا د اسیایانو په توګه تشریح شوي.

خو بیا هم "اسیایي-امریکایي" تل هغه څه نه منعکس کوي چې د ټولنې غړي هغسې ځان ته ګوري.

د ځان پیژندنې په اړه د 'پیو' څیړنیز مرکز څیړنه

د دې لپاره چې معلومه کړي چې اسیایي-امریکایان څنګه ځان وپیژني، د پیو څیړنې، تیر کال د خپل ډول ترټولو لویه سروې ترسره کړه: یوازې ۱۲٪ ځانته "اسیایي" او ۱۶٪ "اسیایي- امریکایان" غوره وګڼل؛ پداسې حال کې چې نیمایي یا ۵۲٪ ځانته ځانګړې توکمیزې نښې لکه "چینایي" یا "هندوستاني،" د "امریکایي" د کلیمې سره یوځای او یا پرته، ځانته غوره کړې.

ددې ټولو سره سره، د پیژندونکي نښې په توګه د "اسیایي" اصطلاح کارول په ټولو توکمونو کې توپیر لري. د بیلګې په توګه، د پیو سروې له مخې، ۲۳٪ کوچنۍ ډلې لکه بوتانیان او بنګله دیشي "اسیایي" ته ترجیح ورکوي، برعکس، د لویو ډلو اشخاصو لکه چینایي او هندي امریکایان توکمیزه نښه یا اصطلاح خوښوي.

د پیو څیړنیز مرکز کې د نژاد او توکمیز څیړنې رئیسه سهانا مکرجي، وویل: "اسیایي" اصطلاح اکثرا د لږ پیژندل شویو ګروپونو د اشخاصو لخوا کارول کیږي، ځکه دا په پراخه توګه پیژندل شوې اصطلاح ده.

مکرجي له امریکاغږ سره په مرکه کې وویل: "دا د دوی لپاره خورا اسانه ده چې د خپل قومي نښې پر ځای د اسیا اصطلاح وکاروئ."

خو بیا هم د "اسیایي" اصطلاح لاهم د ختیځې اسیا سره پیوستون لري. اسیایي امریکایانو ترمنځ چې د پیو لخوا سروې شوي، ۸۹٪ یې د ختیځې اسیا سره، ۶۷٪ د سویلي اسیا سره، او یوازې ۴۳٪ د منځنۍ آسیا سره تړاو لري.

ځینې خلک د هندي اصطلاح د اصلي امریکایی اصطلاح ګڼي

نیکیل بومب، متحده ایالاتو ته له هند څخه د یو مهاجر شوي کس زوی دی چې په امریکا کې زیږیدلی. هغه وایي کله چې هغه په ۱۹۹۰ لسیزه او ۲۰۰۰ کلونو کې په سویلي کارولینا کې ستریده، د "اسیایي" اصطلاح په ابتدايي توګه د ختیځې اسیا سره تړاو درلود.

بومب وایي: "په څو ټکو کې، ما ته ویل شوي وو چې زه اسیايی نه یم." بومب، چې اوس د FSG، په نامه د یوې مشورتي غیر انتفاعي شرکت مدیر دی وایي: "نو زه فکر کوم چې [اسیایي] کلیمه ډیرو خلکو لپاره د ختیځې اسیا په معنا وه. دا وجه وه چې په عام ډول کارول کیده."

هغه د هندي الاصله امریکایی په توګه پیژندل شوی، خو دا هم خپلې ستونزې لري: ځینو خلکو دا اصطلاح د اصلي امریکایانو سره اشتباه کوله.

عایشه عالم خان، چې په ټکزاس کې میشته یوه پاکستاني الاصله امریکايي فعاله او د ژوند د طرز روزونکې ده، پاکستاني والي ورته که سویلي اسیا نه وي، نو ورته یې تل د اسیایي معنا درلودلې.

نو دا یو څه د کلتوري شاک په توګه دی، کله چې متحده ایالاتو ته له کډه کیدو وروسته، هغې تل ځان د "آسیایي" په توګه معرفي کړی دی.

عایشه عالم خان، چې پخوانۍ ماډله او په پاکستان کې د راډیو او ټلویزیون د خپرونو وړاندې کونکې وه، وویل: "خلکو ما ته داسې کتل چې اوه، تاسو اسیایي نه ښکارئ."

خان په دې اړه عادله ده او د هغې د ګډ پاکستاني او اروپايي وراثت څخه مننه کوي، خو دا د هغې د "ختیځې اسیا" کلیشه وه. هغې وویل، دا د هغې د پوټکي رنګ، دي چې اشتباه یې رامنځته کړه.

میرمن خان وویل: "زه پوه شوم چې د دوی اصل مطلب دا دی چې زه باید د دوی د تصور له مخې چینایي یا جاپاني یا کوریایي یا هغه څه اوسم چې دوی یې د لرې ختیځ په اړه تصور کوي." تر هغه چې خلک د اسیا د تنوع په اړه خورا پیچلي پوهه ترلاسه کړي، هغې وویل، دا اصطلاح "په دې مرحله کې واقعیا د هیچا په ګټه نده."

هغې وویل، د اوس لپاره، که څه هم، هغه د خپلو ملګرو ترمنځ پاکستاني یا سویلي اسیا امریکایي ګڼل کیږي.

د انډیانا پوهنتون استادې اوکاموټو، وویل چې هغې د اسیایي تنوع په اړه امریکایان ښه پوهه لري. هغې وویل، د خپل مسلک په لومړیو کې، هغې د سویلي اسیا د آسیایي کټګورۍ د برخې په اړه پوښتنې کولې، خو، بل چا دا پوښتنه نه کوله.

هغې وویل: "زه نه پوهیږم چې دوی اوس حیران دي که نه."

شمارخ محی الدین چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې د مین پوهنتون څخه فارغه شوې، وویل چې هغې هم په وروستیو کلونو کې د بدلون نښې لیدلې دي.

اسیایي- امریکایي ګروپونه، که څه هم په لویه کچه د ختیځې اسیا امریکایانو لخوا رهبري کیږي، په زیاتیدونکي توګه په خپلو لیکو کې سویلي اسیا اضافه کوي او په بهر کې د اسیا پراخو پرګنو ته رسېږي.

میرمن محی الدین د سویلي اسیا د څو تنو لیدلو یادونه وکړه چې په یوه وروستۍ بسپنه ټولونه کې یې برخه اخیستې وه، چې د اسیايي- امریکاییانو د عدالت د پرمختګ ټولنې لخوا یې کوربه توب کیده. هغې وویل: "نو زه فکر کوم چې دا [فکر] ورو ورو بدلیږي."