پوزه ولې وینې کیږي او مخنیوی یې څنګه کیږي؟

له پوزې وینه بهېدنه بیلا بیل ډولونه لري.

د مختلفو عمرونو نارینه او ښځې کله ناکله له پوزې څخه د وینې له بهېدو شکایت کوي چې دغه حالت مختلف لاملونه لري.

د څېړنو له مخې، شاوخوا ۶۰ سلنه خلک لږ تر لږه په خپل ژوند کې یو ځل له پوزې څخه د وینې بهېدل تجربه کوي، او په هرو لسو کې یوه قضیه دومره جدي وي چې طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

د دوو او لسو کلونو تر منځ ماشومان، بوډاګان، میندواره میرمنې، او هغه کسان چې د وینې نرمولو درمل کاروي او یا په خپل بدن کې د وینې د جریان د بندیدو ستونزې لري، له پوزې څخه د وینې راتلل تجربه کوي.

د انسان د پوزې نسج ډیر نري رګونه لري چې د تنفس او هوا د تودوخې او رطوبت په تنظیمولو کې لوی رول لوبوي. خو کله ناکله مختلف عوامل په ځانګړې توګه د وچې هوا تنفس د دې لامل کیږي چې په دغو رګونو کې تخریش رامنځته شي او پرې شي چې له امله یې له پوزې وینه راځي.

د پوزې د وینې کېدو ډولونه

د پوزې د وینې کیدو لومړنی ډول د پوزې د مخکینۍ برخې د رګونو د پرې کېدو او یا د هغې غشا د ژوبلېدو له امله رامینځته کیږي چې د پوزې د دوو سوریو تر منځ واقع ده. له پوزې څخه د دا ډول وینې بهېدل خورا عام دي او ځانګړې طبي پاملرنې ته اړتیا نلري.

بل ډول یې د پوزې له شاتنۍ برخې څخه د وینې بهېدل د پوزې په ژوره او شاته برخه کې د نسبتا لویو رګونو څخه د وینې د جریان له امله پیښیږي. په دې حالت کې وینه بهیدنه ډېره وي او حتی د ستوني په لور ځي. له پوزې دا ډول وینه بهېدنه د زیات عمر لرونکو کسانو کې عامه ده او طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

له پوزې د وینې راتګ ډیر لاملونه لري، خو لوی لامل یې د وچې هوا یا د ټیټ رطوبت لرونکې ګرمې هوا تنفس کول دي. سربیره پر دې، د وینی لوړ فشار، د پوزې انتاني ناروغۍ، حساسیتونه، د وینی کموالی، د مخدره توکو کارول، د کیمیاوي موادو سره دوامدار تماس، په لوړو غرنیو سیمو کې ژوند کول، د پوزې د غشا انحراف، او ارثي مشکلات هم له پوزې څخه د وینې بهېدو لاملونه ګڼل کیږي.

په همدې ډول د الکولو څښل، د وينې ناروغۍ او لوړ فشار، د پوزې او مخ جراحي، پر پوزې فشار راتلل، د پوزې تومورونه، د وينې سرطان او میندواري هم له پوزې د وینې بهېدو لامل کېدای شي.

له پوزې د وینې بهېدو مخنیوی

په ډیری مواردو کې، له پوزې بهېدونکې وینه لږه وي او پخپله ودریږي، مګر په ځینو مواردو کې، ځانګړي طبي پاملرنې ته اړتیا لري. همدارنګه، هغه کسان چې له پوزې یې په دوامدار ډول وینه بهیږي او ۲۰ دقیقو څخه زیات دوام کوي، باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

ډاکټران سپارښتنه کوي، چې د وینې د بهېدو په صورت کې باید مستقیم کېنئ او خپل سر د زړه له سطحې څخه یو څه پورته مخې لور ته ونیسئ. دا د ستوني لورې ته د وینې د بهېدو، زړه سوي او کانګو مخنیوی کوي.

له پوزې څخه د وینې د راتګ په صورت کې باید په دوو ګوتو د پوزې وروستۍ او نرمه برخه له ښي او چپ اړخ څخه د لسو څخه تر ۱۵ دقیقو پورې کلکه ونیول شي، تر څو وینه ودریږي او په همدې وخت کې د خولې له لارې تنفس وشي.

همدارنګه د پوزې بندېدو ضد درمل هم تر ډیره حده له پوزې د وینې بهیدو په مخنیوي کې هم مرسته کوي. مګر دا باید په یاد وساتل شي چې د دې درملو دوامدار کارول کولی شي د پوزې رګونه وچ او پرې کړي او په پای کې د زیاتې وینې جاري کیدو لامل شي. له همدې امله، دا درمل باید د ډاکټر د سپارښتنې سره سم استعمال شي.

دا چې له پوزې د وینې بهېدو پیښې زیاتره په ژمي کې د وچې هوا له امله رامنځته کیږي، ډاکټران د اوسېدو په خونو کې د هوا د مرطوب ساتلو د وسایلو د کارولو وړاندیز کوي.