سپینې ماڼۍ امریکا ته د مسلمانانو په راتګ د بیا بندیز لګولو لپاره د ټرمپ وړاندیز وغنده

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د یو شمیر اسلامي هیوادونو څخه امریکا ته د خلکو په راتګ بندیز لګولی و.

سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ هغه وړاندیز وغنده چې امریکا ته د مسلمانانو په راتګ د بیا بندیز لګولو لپاره یې کړی و.

د سپینې ماڼۍ ویاند انډریو بیټس شنبه اکټوبر ۲۸ (لړم۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د کرکې پر ضد د یو ځای کیدو لپاره اړتیا تر بل هر وخت ډیره ضروري ده.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې" په امریکایي مسلمانان او په خټه عرب امریکایان په زیاته اندازه خپل ځانونه د ناوړه سپکاوي او زړه ماتوونکي تشدد هدف ویني".

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د هغې پیښې یادونه هم شوې چې په اسرائیل د حماس برید څخه وروسته یو سپین پوستي امریکایي یو شپږکلن فلسطینی ماشوم په چاقو وواژه. په اعلامیې کې دا پیښه "وحشیانه" بلل شوې.

جمهور رئیس بایډن د ایلونای په ایالت کې د دې فلسطیني مسلمان ماشوم له وژل کېدو وروسته، وویل چې له "اسلام څخه ډار، تبعیض او نفرت" په متحدو ایالتونو کې ځای نلري.

پولیس وايي چې دغه ۷۱ کلن امریکایي د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې له کبله دا فلسطیني ماشوم وژلی او مور یې شدیده زخمي کړې ده.

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې د هغه فرمان د بېرته عملي کېدو وړاندیز کړی و چې له مخې یې امریکا ته د ځینو اسلامي هیوادونو څخه د خلکو په راتګ بندیز لګیدلی و.

ټرمپ ویلي که د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بریالی شي، ټول دا بندیزونه به د سره ولګوي.

دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې واکمنۍ مهال د عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریه او یمن وګړي امریکا ته له راتګ څخه بند کړل چې د بشري حقونو ادارو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو دا کار وغنده.

خو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ څخه د انتخاباتو تر ګټلو وروسته دا فرمان لغوه کړ.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې جمهور رئیس بایډن په ۲۰۲۰ کال کې د اسلام څخه ډار پیښو زیاتیدل "ناروا" او "مهلکه بیماري" بللي و او دا یي خپل ویاړ بللی و چې د ښاغلي ټرمپ"غیر امریکایي، او وحشتناک" فرمان یې لغوه کړ.