سپینه ماڼۍ: په روسیه کې وضعیت څارو

عیني شاهدانو په پایتخت مسکو او نورو سیمو کې زغرې لرونکي نظامي موټر کتلي دي.

وروسته تر هغه چې په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو اجیرو عسکرو مشر یوګني پریګوژین د روسیې د دفاع وزارت جګپوړو چارواکو پر ضد د وسله وال بغاوت غوښتنه وکړله او په مسکو کې امنیتي تدابیر سخت شول، سپینه ماڼۍ وایي پدې هیواد کې وضعیت څاري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یو ویاند ایډیم هاج د واشنګټن پر وخت جمعه د شپې ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل چې په روسیه کې د وضعیت په هکله جمهور رئیس جو بایډن ته معلومات ورکړل شویدي.

ښاغلي هاج وویل، "مونږ وضعیت څارو او د انکشافاتو په هکله د خپلو شریکانو او متحدینو سره به مشورې کوو".

د واګنر ګروپ مشر د جمعې په ورځ په څو ویډیویي پیغامونو کې د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو پدې تورن کړی چې د اوکراین په ختیځ کې د دې ملیشو په مرکزونو د بریدونو امر یې کړی او دوه زره غړي یې وژلي دي خو روسي چارواکو دا ادعاوې بې بنسټه بللي دي.

پریګوژین دا هم ویلي چې د دفاع وزیر ته به په وسله وال بغات کې سزا ورکوي او د روسیې د ځواکونو څخه یې غوښتي چې د هغوي پر ضد مقاومت ونکړي.

د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د واګنر ګروپ مشر په "وسله وال بغاوت" تورن کړی او د هغه پر ضد یې جنایي تحقیقات پیل کړي.

د روسیې د لوی څارنوالۍ له مخې که یو څوک پدې تور کې مجرم ثابت شي، تر شلو کالونو پورې بندي کیدی شي.

سره لدې چې یوګني پریګوژین ادعا کړې چې د روسي ځواکونو د دفاع وزیر په امر په اوکراین کې د واګنر ملیشو په مرکزونو هوایي بمباري کړې او ۲ زره غړي یې وژلي دي خو روسي چارواکي دا ادعا بې بنسټه ده.

په همدې حال کې پریګوژین په تازه پیغام کې د روسیې په سیمه ایز وخت شنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۳) هوډ څرګند کړی چې د هیواد د نظامي رهبرۍ چپه کولو لپاره به په مسکو کې لازم اقدامات کوي.

هغه پدې پیغام کې ویلي، "د روسیې د نظامي رهبرۍ راپرځولو لپاره به تر پایه پءمخ ولاړ شو".

د روسیې دولتي مطبوعاتو ویلي چې په مسکو کې، دفاع وزارت او نورو مهمو تاسیساتو په شاوخوا کې امنیتي تدابیر ډیر شوي.

د واګنر ګروپ مشر ویلي چې ځواکونه یې د اوکراین څخه د روسیې روستوف ته اوښتي دي. د روسیې چارواکو پدې سیمې کې د خلکو څخه غوښتي چې د خپلو کورونو څه دباندې ونوځي.

د دې ولایت والي ویلي چې پولیس او نور امنیتي ځواکونه هر څه چې په وس کې لري د خلکو د امنیت لپاره به یې ونه سپموي او د خلکو څخه یې غوښتي چې آرام اوسي.

ها خوا کرملین ویلي چې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د دفاع وزارت او واګنر ګروپ تر منځ په جنجال خبر دی او په منظمه توګه ورته احوال ورکول کیږي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې امنیتي خدمات، پولیس، دفاع وزارت، د فدرالي امنیت خدماتو اداره، کورنیو چارو وزارت، ملي ګارد او نورې ادارې په منظمه توګه جمهور رئیس ته د وضعیت په هکله راپور ورکوي.