سپینه ماڼۍ: د شمالي کوریا لخوا بل اټومي ازمایښت به امریکا ته د حیرانۍ خبره نه وي

شمالي کوریا تیره اوونۍ بین القاروي توغندی وازمایه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي متحده ایالات به پدې حیران نشي که شمالي کور د اټومي وسلو بل ازمایښت وکړي.

جیک سولیوان یکشنبه جولای ۱۶ (چنګاښ۲۵) د سي بي اس تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل د څه مودې راهیسې اندیښنه لري چې شمالي کوریا ښایي د اوم ځل لپاره د اټومي وسلو ازمایښت وکړي.

سره لدې چې ښاغلي سولیوان وویل د شمالي کوریا د دې اقدام په هکله اندیښنه لري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې سمدستي داسې نښې نښانې نه وي چې شمالي کوریا به د اټومي وسلو آزمایښت وکړي.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي داسې مهال دا اندیښنه څرګنده کړه چې شمالي کوریا تیره اوونۍ یو ځل بیا بین القاره يي توغندی وار کړ.

سولیوان وویل، "د شمالي کوریا بین القاره يي توغندیو وړتیا ته په کتو، دا به د حیرانۍ خبره نه وي که شمالي کوریا د اټومي وسلو بل ازمایښت وکړي."

ښاغلي سولیوان دا هم وویل چې شمالي کوریا څو کاله کیږي چې خپل اټومي وړتیا ازمایي او لا هم ازمایښتونه روان دي.

شمالي کوریا د همدې تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې خپل نوی بین القاره يي توغندی یې په کامیابۍ توغولی او د هیواد مشر کیم جونګ اون پخپله د دې توغندي د ازمایښت چارې کتلي دي.

د شمالي کوریا رسمي رسنۍ (KCNA) راپور ورکړی دی، چې د هواسونګ-۱۸ میزایل د جامد سونګ موادو څخه په استفادې په ۶۶۴۷ کیلو میتر ارتفاع کې ۱۰۰۱ کیلو میتر واټن وواهه او بیا د جاپان په اوبو کې پریوته.

د اپریل په میاشت کې په شمالي کوریا کې د دا ډول میزایلو د توغولو راپورونه خپاره شوي‌ وو.

د شمالي کوریا د دغې رسنۍ د راپور په اساس، د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون په لارښوونې دا نوی میزایل وتوغول شو او چاودنه یې دومره قوي وه چې "د ځمکې کره یې ولړزوله".

کیم جونګ اون ویلي دي تر څو پورې چې امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په اړه خپله تګلاره بدله نکړي، قوي پوځي فعالیتونه به یې روان وي. د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ روابط تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلي او ترمنځ یې دپلوماسي هم درېدلې ده

که له یوې خوا شمالي کوریا خپل اتومي جبهې خانې پراخول چټک کړي، په ځواب کې یې متحده ایالاتو پدې تازه وختونو کې په جنوبي کوریا کې د اتومي وسلو ځای پر ځای کولو لپاره ګڼ شمیر اقدامات کړي چې د بي -۵۲ الوتکو دا پروازونه یې تازه نمونه ده.

متحده ایالاتو تیره میاشت په تیرو شپږو کالونو کې د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د جنوبي کوریا اوبو ته په اتومې برښنا سمبال یو اوبتل واستاوه چې د ۱۵۰ توغندیو لیږدولو توان لري.

د The USS Michigan په نامه د دې اوبتل رسیدو څخه یوازې یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ګډو نظامي تمریناتو پر ضد د اعتراض په توګه د توغندیو آزمایښتونه پيل کړل.

شمالي کوریا دا ډول تمرینات پدې هیواد د یرغل کولو لپاره چمتوالی بولي.