سپینه ماڼۍ په سوریه کې د داعش پر ضد د بریا له اعلانه دفاع کوي

سپینه ماڼۍ په سوریه کې د داعش پر ضد د بریا اعلان او لدغه هېواد څخه د امریکايي قواوو د ویستلو له فیصلې دفاع کوي.

د عساکرو د ویستلو فیصله د چهارشنبې په ورځ [ډیسامبر ۱۹] د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر کې اعلان کړه او ویې لیکل چې "سوریه کې مو داعش ته ماتې ورکړه."

دغه اعلان له سیاستوالو، د کانګرس غړو او دېپلوماتانو سره پوښتنې پېدا کړي او سپینه ماڼۍ او د دفاع وزارت یې مجبوره کړې چې وضاحت ورکړي.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا هکبي سندرز ویلي چې "موږ هېواد ته د امریکايي قواوو راستنول پیل کړي دي."

میرمن سندرز زیاته کړه چې د داعش شکست په سوریه کې د نړیوال ائتلاف د مبارزې د پاې ته رسېدو په معني نه ده.

د دفاع وزارت ویانده میرمن ډانا وایټ په یوې اعلامیې کې لیکلي چې په سوریه کې زیاتې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوي خو "د داعش پر ضد مقابله ختمه شوې نه ده."

Your browser doesn’t support HTML5

سپینه ماڼۍ په سوریه کې د داعش پر ضد د بریا له اعلانه دفاع کوي