لبنان کې چاودنې؛ سپینې ماڼۍ په منځني ختیځ کې د شخړو زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

په لبنان کې په دوو ورځو کې په پرلپسې چاودنو کې زرګونه کسان ژوبل شوي

سپینې ماڼۍ په لبنان کې په دوو پرلپسې ورځو کې له چاودنو وروسته په منځني ختیځ کې ټولو دخېلو غاړو ته د شخړې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (سنبله۲۸) خبریالانو ته وویل: «موږ لا هم نه غواړو چې د شخړو زیاتېدل ووینو. موږ په دې باور نه یو چې د دغه بحران، چې موږ په کې یو، د حل لاره نور پوځي عملیات وي.»

کربي وویل چې واشنګټن په دې باور دی چې د شخړو او په لبنان کې د یوې بلې جبهې د پرانیستل کېدو د مخنیوي غوره لاره دپلوماسي ده.

په لبنان کې په دوو پرلپسې ورځو کې د مخابرو او مخابراتي وسائیلو، چې له لمر څخه چارج کېږي، د چاودنو له کبله حد اقل ۲۶ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰۰۰ نور ژوبل شوي دي.

کربي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسرائيل د مخابراتي دستګاه او مخابرو په الوځولو سره نړیوال قوانین مات کړي که نه، وویل: «څنګه مې چې په لومړي سر کې وویل اسرائیل د ځان څخه د دفاع حق لري.»

نوموړي وویل دا چې اسرائیل څنګه د ځان دفاع کوي، مهم دی او واشنګټن په دې اړه له اسرائيل سره له خبرو کولو نه شاته کېږي.

کربي زیاته کړه چې واشنګټن په لبنان کې د پرون او نن په پېښو کې هېڅ ډول دخېل نه دی. د لبنان حزب الله اسرائیل تورن کړی چې دا کارونه یې کړي دي.

په منځني ختیځ او متحدو ایالتونو کې د امنیتي چارو کارپوهانو امریکايي رسنیو ته ویلي چې د اسرائیل استخبارات په دغو پېښو کې لاس لري، خو تل ابیب لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

حزب الله وویل چې د دغو چاودنو په ځواب کې یې د اسرائیل په توپخانو باندې یې راکټونه توغولي. یو امنیتي مقام ویلي دي چې حزب الله پنځه میاشتې مخکې مخابراتي او د پیغامونو د انتقال دستګاوې اخیستې.

په لبنان کې یوې امنیتي او یوې بلې سرچېنې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې اسرائیل څو میاشتې مخکې په دغو مخابرو کې چاودیدونکې توکي ځای په ځای کړي وو.

دا چاودنې داسې مهال شوې دي چې په غزې کې د اوربند لپاره هڅې روانې دي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په مصر کې وویل چې واشنګټن د حماس او اسرائیل ترمنځ د تړون په هڅو باندې د دغو چاودنو اغیزې ارزوي.

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د جګړې اندېښنې زیاتې شوې دي، د اسرائيل حکومت یو مقام، چې نه غواړي‌ نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې تل ابیب مخکې له مخکې له لبنان سره سرحد ته ځواکونه استوي.

په دغه راپور کې د فرانس پرس او رویټرز له معلوماتو څخه استفاده شوې.