بشري حقونو په داعش باندې د سپین فاسفورس کارول غندلي

تصویر له ارشیف نه اخیستل شوی او د پېښې ځای نه دی

د بشري حقونو د څار ډله وايي په سوریه کې د داعش پر ضد هغه وسلې کارول شوې چې سپین فاسفورس انتقالوي.

د څار ډلې د چهارشنبې په ورځ وویل دا وسلې د سوریې د رقه په ښار کې کارول شوي خو لا معلومه نه چې ولسي خلک یې هم وژلي دي که نه. د سوریې رقه او د عراق موصل د داعش جګړه مارانو تش په نامه خلافت مرکز بلل کیږي او له ډېره وخته د بېلا بېلو اړخونو له خوا تر بریدونو لاندې دي.

د امریکا پوځ وايي سپین فاسفورس یې په قانوني ډول کارولي دي. سپین فاسفور چې په کومې سیمې وکاریږي، سیمه سوځوي، هوا ګرموي او ټوله فضا په لوګیو پوښل کیږي.

د دغې وسلې همدغو ورانیو ته په کتو د بشر حقونو د څار ډله وايي په ولسي سیمو کې د سپین فاسفورس کارول غیرقانوني دي او باید ونه کارول شي.

د څار ډلې یو چارواکي سټف ګوسي وايي که په هره کچه سپین فاسفورس کارول کیږي، خو اصلي خبره دا ده چې د رقه، موصل او نورو ولسي سیمو کې د ډېر وخت لپاره ورانی کوي او ولسي خلکو ته زیان رسوي. ښاغلي ګوسي له امریکايي ځواکونو وغوښتل" له ټولو امکاناتو دې کار واخلي چې په سوریې او عراق کې سپین فاسفورس ونه کاروي او ولسي خلک زیانمن نکړي".

د څار ډله وايي امریکايي ځواکونو په موصل او رقه کې M825- 155mm وسلې کاروي او همدغه وسلې سپین فاسفورس انتقالوي.

د څار ډله وايي د سپین فاسفور د کارولو علت لا نه دی معلوم او اسوشیتډپرس وايي امریکايي ځواکونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د داعش جګړه مارانو په خپل ویبسایت کې یوه ویډیو خپره کړې او ادعا کوي چې امریکايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د روژه ماتې پر مهال په رقه باندې سپین فاسفورس کارولي دي.