د طالبانو د سرپرستې کابینې غړي وپیژنئ

د کابل له نیولو څخه پوره درې اونۍ وروسته د طالبانو سرپرسته کابینه اعلان شوه چې د هغې د ټول شمول والي په هکله د نړیوالې ټولنې د ټینګار او د طالبانو د ژمنې سره سره پکې د طالبانو پرته هیڅ څیره، اقلیتونه یا ښځې نه لیدل کیږي.

سربیره پر دې د معرفي شویو کسانو له نیمایي څخه زیات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي د ټویټر په یو پیغام لیکلي چې د طالبانو د۳۳کسیزې کابینې له جملې څخه د رئیس دوه مرستیالانو، کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ۱۷غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دي.

د دولت رئیس ملا محمد حسن آخند

د سرپرستې کابینې رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند، د طالبانو د ډلې له بنسټ ایښودونکو څخه دی او د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر او اوسني مشر ملا هبت‌الله آخندزاده، ته نژدې کس دی.

هغه چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د طالبانو د رهبرۍ شورا د رئیس په توګه کار کړی او په طالبانو کې زیات پلویان لري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

ملا محمد حسن آخند چې په کندهار کې زیږیدلی. د طالبانو په پخواني رژیم کې – له ۱۹۹۶تر ۲۰۰۱ـ د بهرنیو چارو وزارت او د صدارت د مرستیالۍ په پوستونو کې کار کړی دی او همداشان د کندهار والي هم و.

ملا عبدالغني برادر؛ د دولت د رئیس مرستیال

ملا برادر هم د طالبانو له بنسټ ایښودونکو څخه دی چې په ۱۹۹۴کې د طالبانو له پخواني مشر ملا محمدعمر سره یوځای یې دغه ډله جوړه کړه. هغه چې ۵۴کلن دی د ارزګان په ولایت کې زیږیدلی او پوپلزی دی.

ملا برادر چې په ۱۹۷۰لسیزه کې د ملا محمدعمر سره څنګ په څنګ د شوروي اتحاد د لښکرو پر ضد جنګیده د طالبانو د سرپرست دولت مرستیال دی او د کابینې د اکثرو غړو په څیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی.

ویل کیږي چې په ۲۰۰۱کال کې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ یرغل کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته ملا برادر د افغانستان د موقتې ادارې مشر حامد کرزي ته د مذاکرې وړاندیز کړی و.

ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰کال کې په پاکستان کې بندي شو او تر ۲۰۱۸پورې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې په زندان کې و، تر څو د متحده ایالاتو د فشار په نتیجه کې هغه له زندان خوشې او قطر ته انتقال شو.

ملا برادر د طالبانو د ډلې د مرستیال او په قطر کې ددې ډلې د سیاسي دفتر د رئیس په توګه د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ په ۲۹د متحده ایالاتو سره یوه موافقه لاس لیک کړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې زمینه برابره کړه.

عبدالسلام حنفي، د دولت د رئیس مرستیال

مولوي عبدالسلام حنفي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال و په وروستیو کلونو کې یې امریکا سره ددې ډلې په مذاکراتو کې اساسي رول درلود.

مولوي حنفي، ۵۲ کلن او د فاریاب ولایت د ازبک قوم څخه دی چې د طالبانو او مرکزي اسیا د ترک نژاده هیوادونو ترمنځ یې په اړیکو کې عمده رول درلودلی دی.

ښاغلی حنفي د طالبانو د رهبرۍ د اکثرو غړو په څیر په حقانیه مدرسه کې دیني علوم لوستي دي. د عبدالسلام حنفي نوم هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لست کې شامل دی.

ملا محمد یعقوب، د دفاع وزارت سرپرست

ملا محمد یعقوب، د طالبانو د پخواني مشر او بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی دی چې په پاکستان کې یې د دیني علومو زده کړې کړې دي.

ملا یعقوب چې د طالبانو په کابینه کې د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی. هغه د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی او پدې وروستیو کې د طالبانو د پوځي کمیسیون رئیس و.

ملا محمد یعقوب په تیرو څو کلونو کې لږ ترلږه د افغانستان په نیمایي ولایتونو کې د طالبانو د جنګي جبهاتو د سوق او ادارې رهبري کوله.

په ۲۰۱۳کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته ملا محمد یعقوب هغه وخت مشهور شو چې پلار یې په طبیعي مرګ له دنیا سترګې پټې کړي.

سراج الدین حقانی، د کورنیو چارو وزارت سرپرست

سراج الدین حقاني د طالبانو د ډلې مرستیال د طالبانو د نوې کابینې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د جلال الدین حقاني زوی او د حقاني شبکې مشر دی.

د سراج الدین حقاني نوم د امریکا د متحده ایالاتو په تور لست کې شامل دی او امریکا د هغه په اړه معلوماتو ته چې د هغه د نیولو سبب شي لس میلیون ډالره انعام ټاکلی دی.

متحده ایالات د حقاني شبکه چې اوس د طالبانو یوه ستره څانګه ده د ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

د حقاني شبکې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو زیات مرګوني ځانمرګي بریدونه کړي دي. له دې سربیره دغه شبکه د طالبانو په هدفي بریدونو او د غرامت لپاره د بهرنیانو په یرغمل کولو تورنه ده.

امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست

امیر خان متقي ددې ډلې له مهمو شخصیتونو څخه دی چې ویل کیږي په ټول افغانستان کې د طالبانو د پوځي او سیاسي قدرت په ټینګولو کې یې مهم رول درلودلی دی.

د طالبالنو او متحده ایالاتو ترمنځ په دوحه کې د مذاکراتو له پیل څخه لږ وروسته ښاغلی متقي د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړي په توګه وټاکل شو.

ښاغلی متقي چې د طالبانو د سرپرستي کابینې تر اعلان دمخه د ارشاد او تبلیغ د مشر په توګه کار کاوه د طالبانو په مخکنۍ واکمنۍ کې د یو څه مودې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و.

امیر خان متقي په ۱۹۹۷ کال کې د طالبانو په واسطه د بلخ ولایت له سقوط وروسته د افغانستان په شمال کې د طالب جنګیالیو مشري کوله.

متقي چې نیکونه یې د پکتیا ولایت دي ځان د هلمند ولایت اوسیدونکی ګڼي.

شیر محمد عباس استانکزی، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال

شیر محمد عباس استانکزی، د لوګر ولایت اوسیدونکی دی. په افغانستان او د هند په دهرادون پوځي اکاډمۍ کې یې پوځي زده کړې کړې دي.

شیرمحمد عباس استانکزی د طالبانو په پخواني رژیم کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او یو څه وخت هم د روغتیا وزارت مرستیال و.

ښاغلی ستانکزی په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم د مطرحو څیرو څخه و او یو وخت یې هم د مذاکراتي ټیم مشري کوله.

د طالبانو د سرپرستې د کابینې نور غړي

ملا هدایت الله بدري‌ د ماليې سرپرست وزیر، مولوي نور الله منیر د پوهنې سرپرست وزیر، ملا خیر الله خیرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف د اقتصاد سرپرست وزیر، مولوي نور محمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلي سرپرتس وزیر، ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر، ملا محمد یونس اخوندزاده د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر، شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، ملا عبدالمنان عمري د فوائد عامې سرپرست وزیر، ملا محمد عیسی اخوند د معادنو او پترولیمو سرپرست وزیر، مولوي عبدالطیف منصور د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر، ملا حمیدالله اخندزاره د هوايي چلند سرپرست وزیر، مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو او تکنالوژۍ سرپرست وزیر‌ او خلیل الرحمن حقاني د کډوالو او بېرته ستنېدونکو سرپرست وزیر دي.

د امریکا اندیښنې

د طالبانو د سرپرستې کابینې له اعلان وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د نومونو لیست یې لیدلی او په اړه یې ارزونې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د نومونو په خپاره شوي لیست کې یوازې د طالبانو غړي او یا هم د هغوی نږدې همکاران لیدل کیږي او میرمنې پکې نشته.

په اعلامیه کې راغلي:" موږ د یو شمیر کسانو د اړیکو او سابقې په اړه اندیښنه لرو."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ د کابینې د اعلانولو پر وخت وویل چې د

افغانستان د بحراني حالت په وجه اوسنۍ کابینه موقتي ده او په راتلونکې کې به ښه شي خو د ښه کیدو معیار یې څرګند نکړ.