د روغتیا نړیوال سازمان کروناویروس وبا اعلان کړه

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې د کروناویرس (کووید -۱۹) خپریدلو ته په کتو، دغه بیماري د وبا یا ټولنیونې مرحلې ته رسیدلې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس، تدروس ادهانوم ګیبریسوس د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۱۱ (حوت ۲۱) وویل: ”د کروناویرس د خپریدو حیرانونکی شمیرې ته ډیر خپه یو. د دغې بیمارۍ خپریدو ته په کتو مو دا پریکړه وکړه چې کروناویرس د وبا په توګه ومنو.“

​یوه بیماري یا ویروس هغه وخت په وبا یا پنډمک بدلیږي چې له یوې لویې وچې څخه د بلې لویې وچې خلکو ته په پراخه توګه خپره شي، لکه د زیکا، مرغانو انفلونزا او ایډز په شان بیمارۍ چې په تیرو کلونو کې په نړۍ کې رامنځته شوې وې.

کروناویروس تر دې دمه د نړۍ ۱۱۵ هیوادونو ته رسیدلی او لږ تر لږ ۱۲۲ زره کسان په دغه بیمارۍ اخته شوي او ۴۳۷۹ کسان ددغې بیمارۍ له کبله مړه شوي هم دي.

چین د ۸۱ زره مثبتو پیښو او ۳۱۶۲ مړینو سره د د دغو هیوادونو په سر کې دی. ایټالیا کې هم اوسمهال له ۱۰ زرو څخه ډیر کسان په دغه ویروس اخته شوي. ایران بیا د ۹۰۰۰ مثبتو پیښو او ۳۵۴ مړینو سره د کروناویروس په جدول کې دریم دی.

د کروناویروس لومړۍ پیښه د تیرکال د دسمبر په میاشت کې ثبت شوه او په ډيرې چټکې څخه د نړۍ ګڼو هیوادونو ته ورسیده. ددغه ویروس له کبله په بیلابیلو هیوادونو کې ګڼې فابریکې، ښوونځي او پوهنتونه تړل شوي او په ټوله نړۍ کې پروازونه بند شوي دي او اقتصادي تاوانونه یې اړولي دي.