د کرونا ضد واکسین په جوړیدو دی؛ څوک لومړی واکسین کیږي؟ 

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لسګونو پوهنتونونه او د درمل جوړولو شرکتونه هڅه کوي چې ژر تر ژره د کروناویروس ضد واکسین جوړ کړي، خو ددوي له ډلې نه دوه شرکتونه تمه لري چې د کلینیکي ازموینو نتیجې د هغوی د واکسینونو مصؤن استعمال او ګټورتوب ژر ثابت کړي.

خو ددې سره سره به په پیل کې ټولو ته واکسین ونه رسیږي او باید تصمیم ونیول شي چې څوک لومړی واکسین شي. نو پدې خاطر د عامه روغتیا متخصصین د هغو لارښونو په جوړولو بوخت دي چې د کمو منابع سره وکړای شي تر ټولو ښه ممکن کار ترسره کړي.

د امریکا د انجینرۍ او طبي علومو ملي اکاډمي او د جانس هاپکینز پوهنتون خپلې لارښوونې لا دمخه وړاندې کړې دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د ۱۹۶۴ کال راهیسې معمولاً د امریکا د خوړو او درملو د ادارې له خوا د واکسین له تائید وروسته ددې هیواد د امراضو د وقایې او کنترول د مرکز ځانګړې کمیټه تصمیم نیسي چې کومو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي او واکسین څه ډول، څه وخت او کومو مرکزونو ته وویشل شي.

روغتیایي کارکوونکي وایي چې لومړی باید روغتیایي کارکوونکي چې په مستقیمه توګه د کروناویروس له ناروغانو سره تماس لري، واکسین شي، ځکه هغوی ډیر له خطر سره مخامخ دي او په ټولنه کې د کار د دوام لپاره مهم دي.

خو هر څومره چې دغه کړۍ له روغتونونو څخه لرې شي په هماغه اندازه تصمیم نیول مشکل کیږي. نو پدې خاطر هره اداره باید تصمیم ونیسي چې څوک په لومړۍ، دوهمه او درېیمه مرحله کې واکسین شي.

بله ډله چې روغتیایي کارپوهانو موافقه کړې چې باید لومړیتوب ورکړل شي په مختلفو امراضو باندې اخته کسان دي چې په کروناویروس باندې د اخته کیدو او په دې وجه د مړینې له ګواښ سره مخامخ دي، لکه په قلبي، ځیګر ناروغیو او یا هم چاغ کسان او په شکرې اخته ناروغان.

د امریکا د امراضو د وقایي او کنترول د مرکز د شمیرو له مخې ددغو کسانو شمیر ۱۰۰ میلون تنو ته رسیږي او ممکن ندي چې دغه لست محدود کړای شي. ملي اکاډمۍ سپارښتنه کوي چې باید تمرکز پر هغو کسانو وي چې دوه یا څو ناروغۍ او یا هم روغتیایي ستونزې لري.

بله ډله هغه کارکوونکي دي چې کارونه یې د ټولنې د کارونو د پرمختګ لپاره مهمه ګڼل کیږي، خو پوښتنه داده چې څوک پدې ډله کې شامل دي.

روغتیایي کارپوهان سپارښتنه کوي چې د پولیسومنسوبین، اطفایه او د بیړنیو خدمتونو ادارې، پوځیان، سیاسي مشران، زیات عمر لرونکي، امیندواره میرمنې، ماشومان او د خرڅلاو ځایونو کارکوونکي باید ژر واکسین شي، ځکه هغوی هم د ګواښ سره مخامخ دي او هم په کروناویروس باندې د اخته کیدو په صورت کې ښایي د نورو د اخته کیدو سبب شي.

تمه ده چې د امریکا د امراضو د وقایي او کنترول اداره راتلونکې اونۍ یو شمیر متخصصین راغونډ کړي چې پدې هکله یوه لارښونه جوړه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوسمهال د کروناویروس ۴۲ واکسینونه پر انسان باندې د ازمیښت په پړاو کې دي چې د هغې جملې نه ۱۰ واکسینونه یې وروستي پړاو ته رسیدلي دي.