دریو اونیو کې نږدې ۱۱۹ زره افغانان پر سختې تنفسي ناروغۍ اخته شوي – راپور

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ د اخته شویو ناروغانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه ددغې میاشتې ۲۰ پورې په ۳۴ ولایتونو کې پر دغې ناروغۍ شاوخوا ۱۱۹ زره افغانان اخته شوي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ناوخته د جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورم) په یو راپور کې ویلي چې په دغه موده کې پر دغې ناروغۍ اخته ۲۹۲ ناروغان مړه شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې پر سختې تنفسي ناروغۍ د اخته شویو ټولو ناروغانو له ډلې ۷۴۶۱۳ تنه یې د پنځه کلنو ښکته عمر ماشومان دي او ۵۸۷۵۶ تنه نور یې ښځې دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" پر دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو له ډلې ۲۵۴ تنه یې د پنځه کلنو ښکته عمر ماشومان او ۱۲۱ تنه یې ښځې وې".

ددې راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې له درییمې اونۍ راهیسې تنفسي ناروغي مخ په زیاتیدو ده چې یو علت یې کیدای شي د هوا سړیدل اوسي.

که څه هم په راپور کې ویل شوي چې د سختې تنفسي ناروغۍ دا پیښې په تیرو دریو کلنو کې له اوسط کچې څخه زیاتې دي خودا زیاتوالی کیدای شي د څارنې او ثبت د بهیر د ښه کیدو پورې هم تړاو ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کګړې هوا تنفس ممکن جدي خطر ولري او د سکتې، زړه د ناروغیو، سږي سرطان، ساه بندۍ او د سختې تنفسي ناروغۍ د نورو ناروغیو سبب وګرځي.

دغه سازمان د ژمي د موسم په پیل کې خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې هغوی باید په سړه هوا کې د پاتې کیدو پر مهال روغتیايي لارښوونو باندې عمل وکړي اوګرم لباس واغوندي او هم د سړو مایعاتو پر ځای له ګرمو مایعاتو کار واخلی.

همداشان دغه سازمان ویلي و چې خلک باید د اوږدو ساعتونو لپاره په سړه هوا کې پاتې نشي او ګرم خواړه وخوري او ورزش وکړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ددې دمخه په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو زیاتیدل تائید کړي وو. ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي و چې د پخوا پرتله په افغانستان کې په ځانګړي ډول په لیرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو شمیر زیات شوی اوپه تنفسي ناروغۍ اخته شویو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.

ښاغلي امرخیل ویلي و چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا اته میلیونه په تنفسي ناروغیو اخته ناروغان چې اکثریت یې ماشومان وو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

خو د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه ددغه کال تر پای پورې په افغانستان کې پر سختې تنفسي ناروغۍ د یو میلیون او ۳۸۵ زرو تنو د اخته کیدو خبر ورکړی وو، دغه سازمان ویلي چې تیرکال په اوږدو کې ۲۸۰۰ تنه چې ۸۳ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان و پر دغې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.